د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۶۱ تنه په دورو وهلي دي

29 جنوري 2026
طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۶۱ تنه په دورو وهلي دي

Getty Image

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې په هرات، خوست، کابل، بدخشان، غور او پکتیکا کې د یوې ښځې په ګډون ۶۱ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دا کسان، د نشه يي کوونکو توکو د پېر او پلور، نامشروع اړیکې، لواطت، له واړه بهر جنسي اړیکې، غلا، تښتولو او له کوره د تېښتې په تورو په دغه شپږو ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (سلواغې ۵ مه) یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په لس میاشتې بند محکوم شوی دی.

دوشنبې د (سلواغې ۶ مه) ۳۷ تنه د نشه يي توکو د پېر او پلور، نامشروع اړیکې، لواطت او له واده بهر جنسي اړیکې په تورونو په خوست او کابل کې په دورو وهل شوي دي.

۳۶ تنه د نشه يي توکو د پېر او پلور، نامشروع اړیکې او لواطت په تورونو په خوست ولایت کې د خلکو په وړاندې له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي.

دا کسان د محکمې د پرېکړې له مخې له یوه تر دوه کلونو تنفذي بند باندې هم محکوم شوي دي.

یو تن بیا له واده بهر د جسني اړیکې په تور په کابل کې د طالبانو د څلورم زون د ابتدایه محکمې له خوا ۳۵ دورې وهل شوی او په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

سه شنبې د (سلواغې ۷ مه) د یوې ښځې په ګډون درې تنه، د غلا، تښتول او له کوره د تېښتې په تورونو په بدخشان او غور ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.
یو تن د غلا په تور د بدخشان په درواز ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی، خو معلومه نه ده، چې څومره بند سزا ورته اورول شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه بیا د تښتولو او له کوره د تېښتې په تور، د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې ۳۶ دورې وهل شوي او په شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (سلواغې ۸ مه) د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې دوه تنه د لواطت په تور د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوي او په درې کاله بند محکوم شوي دي.

نن پنشنبې (د سلواغې ۹ مه) کابل کې ۱۸ تنه د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق په تور له ۱۵ تر ۳۹ دورو و وهل شول او له اوو میاشتو تر دوه کاله او شپږ میاشتو پورې د تنفذي بند سزا ورته اورول شوې ده.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه