د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اروپايي پارلمان غړې: طالبان د محکمو جزايي اصول نامې سره د ښځو او نجونو غلامي قانوني کوي

29 جنوري 2026
د اروپايي پارلمان غړې: طالبان د محکمو جزايي اصول نامې سره د ښځو او نجونو غلامي قانوني کوي

د اروپا د پارلمان غړې هانا نویمان د طالبانو د جزايي محکمو د اصول نامې د توشېح په غبرګون کې وايي چې «دا د ښځو او نجونو سره جنستي توپیر او بالفعل غلامي قانوني کوي.»

رخشانه: هغې پرون ناوخته (چهارشنبې د سلواغې ۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې توشېح ته نغوته کړې او لیکلي یې دي چې «د جنایاتو په تړاو د طالبانو ځواب وینه شا ته غورځول شوې ده.»

هانا نویمان پر دوام ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هېڅ عدالت روانه نه دی.

د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه تازه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا توشېح شوې ده.
د دې سند د منځپانګې توشېح او غیر رسمي خپرېدا د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ ویلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصولې نامې پایلې د افغانستان د خلکو لپاره اندېښمنوونکې دي.

بنټ څو ورځې وړاندې په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې د څېړلو په حال کې دی او «سره له همدې اوسه بشپړه معلومه ده، چې دې هغې پایلې د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې اندېښمنوونکې دي.»

د بشري حقونو بنسټ رواداري د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې اوله) په یوه راپور کې ویلي، دوی د «طالبانو د جزیايي محکمو اصول نامه» تر لاسه کړې، چې د بشرحقونو د نړیوالو معیارونو او د عادلانه محکمې له بنسټیزو اصولو سره ښکاره په ټکر کې ده.

په دې سند کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې تبعیض او د خلکو د اساسي خپلواکیو ځپل، له هغې جملې، د انساني کرامت تر پښو لاندې کول، د بیان او فکر د خپلواکۍ ماتونه، خپل سرې نیونې او سزاوې رسمي او قانوني شوې دي.

د طالبانو د محکمو په جزايي اصول نامه کې د حنفي مذهب لارویان مسلمان او له «اهل سنت او جماعت» سره د نورو ټولو مذهبونو او بېلا بېلو باورونو مخالف پیروان «د سرپېچوونکو او بدعتیانو» په توګه یاد شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو له لوري د دې قانون توشېح کېدو په خواله رسنیو ډېر غبرګونونه راپورته کړي دي. د بشري حقونو فعالانو دا قانون د نړیوالو اصولو او کړنلارو خلاف بللی ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح کولو سره خپلو جنایتونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه