د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو جزايي اصول نامه له بشري حقونو د سرغړونې سند دی

31 جنوري 2026
معترضې ښځې: د طالبانو جزايي اصول نامه له بشري حقونو د سرغړونې سند دی

د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون اعتراضي غورځنګ غړو د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې د توشېح په تړاو وايي، چې دا سند له بشري حقونو سرغړونه ده او انساني کرامت تر پښو لاندې کوي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو تېره ورځ (جمعه د سلواغې ۱۰ مه) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د مشر له خوا د دې اصول نامې توشېح په کلکه غندلې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي «د طالبانو دا اصول نامه، د قانون په وړاندې د افرادو د بنسټیزې برابرۍ د اصل، د عدالت حق ته د لاسرسی، انساني کرامت، د تګ راتګ خپلواکي، د کورني ژوند کولو حق او د تبعیض مخنیوی په منظمه توګه نقض کوي.»

اعلامیه کې راوړل شوي، د دې اصول نامې توشېح کول د «ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د مدني او سیاسي نړیوالو حقونو له تړونونو او د ښځو په وړاندې د هر ډول، اقتصادي، ټولنیزو، کتلوري تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون او د نړیوالو حقونو د ټولو الزامي حقونو» پر عکس ده.

د طالبانو د محاکمو جزايي اصول نامه تازه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا توشېح شوې ده. په دې سند کې، د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض او د ټولنې د وګړو د بنسټیزو خپلواکیو، له هغې جملې، انساني کرامت، د بیان د آزادۍ او فکر ماتونه، خپل سرې نیونې او سزاوې رسمي او قانوني شوې دي.

په دې قانون کې د حنفي مذهب لارویان مسلمان او د «اهل سنت او جماعت» سره نور د ټولو مذهبونو او بېلا بېلو باورونو لارویان «مبتدع یا بدعت کوونکي» بلل شوي دي.

د افغان ښځو د تاریخ بدلون د اعتراضي غورځنګ غړو ټینګار کړیو چې د دې منشور پلی کول به د جنسیت او او طبقاتي تبعیض بنسټیز، خپل سرې نیونې او سزاګانې به زیاتې، د ښځو او زیان منونکو ډلو په وړاندې به جوړښتي تاوتریخوالی زیات کړي، قانوني نظم به سقوط وکړي او د افغان وګړو انساني کرامت ته به جدي او نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

معترضو مېرمنو پر داوام ویلي، ملګري ملتونه، د بشري حقونو شورا، نړیوال او سیمه ییز بنسټونه او ټول دولتونه مکلف دي، چې د طالبانو د دې اصول نامې د توشېح په اړه چوتیا ونه کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د پراخه سرغړونې په وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.

دوی «د نړیوالې ځواب وینې کړنلارو، د جرمونو مستند کولو، هدفمنده قانوني فشارونو او خپلواکو بشري مرستو له لارې د دې اصول نامې د افغانانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، اقلیتونو، د شري حقونو مدافعینو او قربانیانو لپاره د عملي، قانوني او محافظتي ملاتړ غوښتنه کړې ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې د منځپانګې توشېح او غیر رسمي خپرېدو د بشري حقونو بنسټونو او نړیوال بنسټونو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو فعالانو دا قانون د نړیوالو کړنلارو او اصولو خلاف بللی ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح کولو سره خپل جرمونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه