د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان لپاره د برېتانیا استازی: د طالبانو جزايي اصول نامه «ښځو، لږکیو او نورم ماتوونکو» په وړاندې ده

31 جنوري 2026
د افغانستان لپاره د برېتانیا استازی: د طالبانو جزايي اصول نامه «ښځو، لږکیو او نورم ماتوونکو» په وړاندې ده

د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې ته د غبرګونو په ترڅ کې د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارد لیندسي ویلي، طالبانو داسې قوانین وضع کړي، چې د ښځو، لږکیو او هغه کسانو پر ضد دي، چې له تپل شویو نورمونو سرغړونه کوي.

رخشانه: هغه تېره ورځ (جمعه د سلواغې ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي «یو عادلانه او سولییز افغانستان د هېواد د ټولو وګړو حقونو ته د درناوي غوښتوونکی دی.»

لیندسي د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې توشېح ته په اشارې وايي، دا اصول نامه «د دې موضوع پرعکس تاییدوی، چې طالبانو داسې قوانین وضع کړي، چې د ښځو، لږکیو او هغه کسانو پر ضد تبعیض کوي، چې له تپل شویو نورمونو سرغړونه کوي.»


د طالبانو د محاکمو جزايي اصول نامه تازه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا توشېح شوې ده. په دې سند کې، د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض او د ټولنې د وګړو د بنسټیزو خپلواکیو، له هغې جملې، انساني کرامت، د بیان د آزادۍ او فکر ماتونه، خپل سرې نیونې او سزاوې رسمي او قانوني شوې دي.

په دې قانون کې د حنفي مذهب لارویان مسلمان او د «اهل سنت او جماعت» سره نور د ټولو مذهبونو او بېلا بېلو باورونو لارویان «مبتدع یا بدعت کوونکي» بلل شوي دي.
د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې د منځپانګې توشېح او غیر رسمي خپرېدو د بشري حقونو بنسټونو او نړیوال بنسټونو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو فعالانو دا قانون د نړیوالو کړنلارو او اصولو خلاف بللی ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح کولو سره خپل جرمونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

د اروپا د پارلمان غړې هانا نویمان د طالبانو د جزايي محکمو د اصول نامې د توشېح په غبرګون کې ویلي، «دا د ښځو او نجونو سره جنستي توپیر او بالفعل غلامي قانوني کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

هغې په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې توشېح ته نغوته کړې او لیکلي یې دي «د جنایاتو په تړاو د طالبانو ځواب وینه شا ته غورځول شوې ده.»

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ هم د دې قانون د توشېح په غبرګون کې ویلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصول د افغانستان د خلکو لپاره اندېښنې راپورته کړې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه