د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو جزايي اصول نامه د انساني کرامت او بشري حقونو خلاف ده

1 فبروري 2026
معترضې ښځې: د طالبانو جزايي اصول نامه د انساني کرامت او بشري حقونو خلاف ده

د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې ته د غبرګونو پر دوام، د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو ویلي، دا اصول نامه له انساني کرامت، بشري حقونو او اسلامي عدالت سره په ټکر کې ده.

رخشانه: د دې غورځنګ غړو نن (یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه یو «غیرمشروع، تپل شوی، تبعیض کوونکی او له بشري حقونو سره په ټکر کې سند» وباله.

د افغان ښځو د همت غورځنګ په خپله اعلامیه کې لیکلي، دا اصول نامه «د ښځو او غیر طالب وګړو په وړاندې په منظمه توګه د تبعیض رسمي کول دي، چې انساني خپلواکۍ یې په طبقاتي توګه محدودې کړې او د قانون په وړاندې برابري یې له منځه وړې ده.»

معترضو ښځو ویلي، د طالبانو د محکمو په جزايي اصول نامه کې «د سزاوو ډول او شدت د جرم د ماهیت پر بنسټ نه، بلکې د ټولنیز مقام او افرادو د جنسیت پر بنسټ ټاکل کېږي. دا کړنلارې عدالت د ټولو لپاره د طبقاتي امتیاز د اصل په توګه تبدیل کړی دی.»

هغوی همدارنګه دغه اصول نامه د نړیوالو اسنادو څخه ښکاره سرغړونه وبلله او د هغې د تبعیض برخو د ژر تر ژره لغوه کولو او د یوې خپلواکې، بې پرې او پر عدالت او برابرۍ ولاړې بیا کتنې غوښتنه یې وکړه.
یاد غورځنګ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د دې بې عدالتۍ او جوړښتي تبعیض په وړاندې چوپ نه شي او په افغانستان کې د ښځو له انساني کرامت او عدالت پر وړاندې خپل عملي او فوري مسوولیت تر سره کړي.

د طالبانو د محاکمو جزايي اصول نامه تازه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا توشېح شوې ده. په دې سند کې، د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض او د ټولنې د وګړو د بنسټیزو خپلواکیو، له هغې جملې، انساني کرامت، د بیان د آزادۍ او فکر ماتونه، خپل سرې نیونې او سزاوې رسمي او قانوني شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې د منځپانګې توشېح او غیر رسمي خپرېدو د بشري حقونو بنسټونو او نړیوال بنسټونو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو فعالانو دا قانون د نړیوالو کړنلارو او اصولو خلاف بللی ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح کولو سره خپل جرمونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه