د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشوم دي

3 فبروري 2026
یوناما: افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشوم دي

عکس: GMIC

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي، په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشوم دي

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د ناچاودو توکو د مرګ ژوبلې له پلوه، افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد ګڼل کېږي.

یاد دفتر زیاته کړې، لا هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د جګړو پاتې شوي ماینونه او ناچاودي توکي په پراخه کچه شتون لري.

دې بنسټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاود توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي او هغوی تر ډېره د ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال د اړیکې نیولو له آمله ټپیان یا یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګرو ملتونو د ماین پاکولو برخه کې د غیردولتي بنسټونو سره د مرستې کولو غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ ټينګار کړی، چې پوهاوی او ټولیز اقدام کولی شي د خلکو ژوند وژغوري.

د جګړې د مهال ناچاودي توکي، ماینونه او پاتې شوي جګړیز وسایل ټول هر کال د هېواد د سلګونو وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو ژوند اخلي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د «هلو ترست» ماین پاکۍ موسسې تېر کال په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې هره میاشت کابو ۵۰ تنه له جګړې د پاتې ماینونو او ناچاودنو توکو په چاودنو کې وژل کېږي او ټپیانېږي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي وو، په افغانستان کې شاوخوا ۶.۴ میلیونه وګړي د ناچاودو توکو د چاودنو له ګواښ سره مخ دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه