د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او انساني بحران زیاتوالی

4 فبروري 2026
افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او انساني بحران زیاتوالی

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه راپور کې لیکلي، طالبانو په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه زیات کړي او په دې هېواد کې انساني بحران لا ژور شوی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه) په خپل کلني راپور کې لیکلي، د طالبانو ډلې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د تازه محدودیتونو په لګولو سره په افغانستان کې د رسنیو آزادي هم سلب کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه د کډوالو په پراخه راستنېدو او ورسره د بهرنیو مرستو په کمېدو سره انساني بحران داسې ژور شوی، چې میلیونونه وګړي یې تر اغېز لاندې راوستې دي.

راپور کې راوړل شوي، طالبانو په دغه کال کې، له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړلو سربېره، د ښځو د بیان په آزادۍ محدودیتونه لا زیات کړي او «د قران لوستلو او عامه ځایونو کې د سندرو ویلو کې یې» د هغوی غږ اورېدل هم ممنوع کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۵ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په پوهنتونو کې د هغه کتابونو لوستل هم منع کړي، چې ښځو لیکلي دي. هغوی د ښځو او نجونو د تګ راتګ او عمومي فضا ته د لاسرسي په برخه کې هم سخت محدودیتونه لګولي دي.

راپور کې راوړل شوي، دغه راز یې د ښځو او نجونو د جامو اغوستو برخه کې هم سخت کړنلارې رامنځ ته کړې، د ښځو او نارینه وو کار ځایونه یې تل څارلي، عمومي فضاوې یې تر نظر لاندې نیولې او د چک پانټونو په اچولو سره یې د لېږدونکو وسایلو د سپرلیو او مسافرو تلېفونونه هم پلټلي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د هغه قانون پلي کول چې له مخې یې ښځې باید د نارینه محرم سره مل وي، د ښځو آزادي نوره هم محدوده کړې، کارموندنې او روغتیايي خدماتو ته یې د دوی لاسرسی بند کړی او د عامه ترانسپورت څخه یې کار اخیستل پرې بند کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، طالبانو د ښځو د کار کولو حق هم محدود کړی دي. دوی د فبرورۍ په میاشت کې په کورونو کې د ښځو سینګارتونونه او د ښځو لپاره یوه ځانګړې شوې راډیو تړلې او د بشري مرستو رسولو کې یې د ښځو ګډون محدود کړی دی.

دغه ډلې بدني سزا او عامه اعدامونو دوام ته په اشارې لیکلي، طالبانو په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې لږ تر لږه څلور نارینه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

دې بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپورونو ته په اشارې لیکلي، دې ډلې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مختلفو تورونو ۴۱۴ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي، چې ۳۲۷ یې نارینه، ۸۳ یې ښځې، درې نجونې او یو هلک په کې شامل دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د یوناما د راپور په استناد لیکلي، دې سازمان د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو له لوري د خپل سرو نیونو او توقیف ۳۱ قضیې او د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو د شکنجې او ناوړه چلند اته پېښې مستندې کړې او د پخواني دفاعيي ځواکونو او ملي امنیت د لږ تر لږه شپږو غړو د وژنې قضیې یې ثبت کړې دي.

دې سازمان لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رنګین کمان (LGBTQ+) ټولنې غړي په ۲۰۲۵ کال کې د منظمې ځورونې او تعقیب سره مخ و او د دې ډلې له خوا د نیولو او ناوړه چلند لپاره په نښه شوي وو. د دې کسانو څخه څلور چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د همجنسبازانو سره د اړیکو په تور محکوم شوي وو، د وهلو سربېره له یو څخه تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شول.

په دې راپور کې راغلي، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د بیان او رسنیو د آزادۍ محدودولو ته دوام ورکړی، خبریالان او اعتراض کوونکي یې په خپل سر نیولي او شکنجه کړي. دې ډلې په سپټمبر کې ژوندۍ سیاسي خپرونې بندې کړې او د رسنیو د مرکو لپاره یې د وړ کسانو لېست جوړ او محدود کړی.

په دې اړه نور ولولئ...

د بادغیسي نجلۍ صدیقې خپلوان: طالبانو د دوسیې د ارزونې او عدالت د تامین لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی

اوچا: د مرستو کمېدو افغانستان کې د ۵.۷ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې پروګرامونه ګواښي

دې ډلې په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول او د بشري حقونو د سرغړونو او امنیتي پېښو راپور ورکول هم ممنوع کړي او پر خواله رسنیو او شعر ویلو یې هم محدودیتونه زیات کړي دي.

د راپور پر بنسټ تېر میلادي کال، فعالان، د پوهنتونوال، لیکوالان او هنرمندان د طالبانو د جدي نیونې او ناوړه چلند سره ګواښ سره مخ وو. په اګست میاشت کې د دې ډلې مشر د خلکو له خوا د عشقي شعرونو ویل او د دوی پر پرېکړو نیوکې کول ممنوع کړل په سپټمبر میاشت کې د طالبانو د مشر په امر د ۴۸ ساعتونو لپاره د نوري فای بر او مخابراتي شبکو انټرنېټ په ټول هېواد کې پرې شو.

د بشري حقونو څارډلې لیکلي، په جولای میاشت کې فاریاب کې سیمه ییزه طالب چارواکو د ازبکانو او پښتونو کلیوال تر منځ د مخکنۍ جګړې په اړه تر اعتراضو وروسته، ډېری ازبکان د لنډې مودې لپاره نیولي وو. طالبانو د جولای په ۲۷ مه، د بامیان ولایت له رشک کلي څخه شاوخوا ۲۵ هزاره کورنۍ، چې (د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰ کسان په کې شامل وو) په زور له خپلو مېنو وایستلې.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، بامیانو کې ځايي طالب چارواکو د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د شعیه ګانو مذهبي کتابونه او د هغوی یوه مذهبي غونډه ممنوع کړه.

د بشري حقونو د څار ډلې د ملګرو ملتونو د یوه غړي له قوله لیکلي، طالبانو په بد فزیکي چلند او مرګ په ګواښ سره، بدخشان کې ۵۰ تنه اسماعیله وګړي، تسنن مذهب ته اوښتو ته اړ کړل.
دې بنسټ د بهرنیو مرستو کموالي او له ګاونډیو ایران او پاکستان هېوادونو د میلیونونو کډوال راستنېدو ته په اشارې لیکلي، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې انساني بحران لا سخت شوی دی. د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې له ۲۲ میلیونه زیات وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ و چې ښځو او نجونو له دې بحران څخه په نامتناسبه توګه زیان لیدلی او له درې میلیونه زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د راپور پر اساس، د بهرنیو مرستو کمښت روغتیايي نظام وران کړی او له خوارځواکۍ څخه خپاره شوي زیانونه یې زیات کړي دي. په ۲۰۲۵ کال کې له ۴۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تعطیل شوي دي. دغه راز د مرستو کموالي د نجونو او ښځو لپاره د انلاین حیاتي زده کړو او بورسیو پروګرامونه هم له ګواښ سره مخ کړي دي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، له پولې ورهاخوا د طالب و پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتو کې، په فبرورۍ او مارچ کې لږ تر لږه ۱۱ غیرنظامي کسان، له هغې جملې پنځه ماشومان په پکتیکا ولایت کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو څار ډلې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د خپلواکه پلټونکو کړنلارو تصویب ته په اشارې لیکلي، دا اقدام د افغان او نړیوالو بشري حقونو ډلو له خوا د داسې کړنلارو د رامنځ ته کولو لپاره د کلونو کمپاین وروسته شوی دی.

اړوندې لیکنې

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست
خبر

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

26 جولای 2026
ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه
خبر

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

26 جولای 2026
دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه
خبر

برېتانیا کې «دختر ناپدید شده‌ی کابل» کتاب مخکتنه وشوه

25 جولای 2026
د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي
خبر

د ودونو لپاره د طالبانو نوي امرونه: د ناوې او زوم یو ځای کېناستل «بې غیرتي» ده، د ښځو لپاره سینګار، عطر او سندرې ویل بند دي

23 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه