د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په شپږو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۷۵ تنه په دورو وهلي

5 فبروري 2026
طالبانو په شپږو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۷۵ تنه په دورو وهلي

طالبانو روانه اوونۍ په کابل، فاریاب، پکتیا، لغمان، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۷۵ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو، د پېر، پلور، قاچاق، تولید او څښلو، نامشروع اړیکې، لواطت، غلا او له واده بهر جنسي اړیکې په تورونو په دغه شپږو ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي.

یکشنبې د (سلواغې ۱۳ مه) د کابل په چهار آسیاب ولسوالۍ کې یو تن د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او په یوه کال بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د دې کس د تور په اړه څه نه دي لیکلي.

دوشنبې د (سلواغې ۱۴ مه) په کابل او فاریاب کې ۴۰ تنه د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو، د پېر، پلور، قاچاق، تولید او څښلو په تورونو په دورو وهلي دي.

۳۷ تنه د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو، د پېر او پلورپه تور په کابل کې له ۱۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان د محکمې د پرېکړې له مخې، له اوو میاشتو تر دریو کلونو پورې په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

درې تنه د شرابو د تولید، پلورلو او څښلو په تور د فاریاب په شرین تګاب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.

سه شنبې د (سلواغې ۱۴ مه) د یوې ښځې په ګډون ۳۱ تنه د نامشروع اړیکې، غلا، لواطت او نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر او پلور په تورونو په پکتیا، لغمان او کابل کې په دورو وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې وهل شوي او په یوه کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوي دي.

اووه تنه د غلا او لواطت په تور په لغمان کې ۳۹ دورې وهل شوي او په یوه او دوه کلونو په بند محکوم شوي دي.

۲۲ تنه د نشه کوونکو ګولیو او الکولي مشروباتو د پېر، پلور او قاچاق په تور په کابل ښار کې له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دغه کسان په کابل ښار کې د طالبانو د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د مخنیوي ابتدايه محکمې له خوا له اوو میاشتو تر دریو کلونو په تنفذي بند محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (سلواغې ۱۵ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه له واده بهر جنسي اړیکې په تور د کاپیسا په آله سای ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند سزا ورکړل شوې ده.

نن پنشنبې د (سلواغې ۱۶ مه) یوه ښځه د نامشروع اړیکې په تور د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې و وهل شوه.

معلومه نه ده، چې دا ښځه په څومره موده بند محکومه شوې ده.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه