د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

7 فبروري 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی، چې نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي.

رخشانه: دې بنسټ پرون جمعه د (سلواغې ۱۷ مه) د «ښځو له سنتۍ په وړاندې د مبارزې» نړیوالې ورځې سره سم، په اېکس پاڼه لیکلي «ډېری نجونې له ۵ کلنۍ وړاندې او کله هم له زېږېدو څو وروځې وروسته» سنت کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمشني آنتونیو ګوترش هم په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په لیکلو سره، په نړۍ کې له ۲۳۰ میلیونه ډېرې نجونې او ښځې، ښځینه ستني تجربه کړې ده.

هغه د ښځو سنتول د جنسیت پر بنسټ ولاړ وحشیانه تاوتریخوالي ډول وباله، چې په جنسیتي نابرابرۍ او مضرو فکرونو کې ځای لري.

هغه پر دوام لیکلي چې «نن ورځ په نړۍ کې ۴.۵ میلیونه نجونې په خطر کې دي او باید په بېړنۍ توګه د دې حالت د بدلون لپاره د جنسیتي برابرۍ او ټولینزو خوځښتونو لپاره پانګونه وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستالې آمنه محمد هم په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د ښځو د ستنۍ په وړاندې د مبارزې لپاره هڅې باید دوه برابره شي.

نوموړې لیکلي «موږ په ۲۰۱۵ کال کې هدف ټاکلی، چې ۲۰۳۰ میلادي کال به د ځو د سنتولو د پای کال وي.»

هغه له دولتونو، مدني ټولنې او نړیوالو ټولنو د همکارۍ غوښتنه کړې «تر څو داسې نړۍ جوړه کړي، چې په هغې کې هره ښځه، د ښځو له سنتۍ پرته، ژوند وکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNFPA) هم په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د ښځو سنتول (FGM) هېڅ ګټه نه لري او د هغوی د روغتیا لپاره جدي ګواښونه له ځان سره لري.

دغه بنسټ پر دوام لیکلي، «د ښځو د سنتولو اغېز له منځه نه ځي» او هېڅ نجلۍ نه باید روحي زیان او سنتولو (FGM) ټول عمر ګواوښونه ونه زغمي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر د ښځو د سنتولو د جمسي، رواني او اقتصادي زیانونو اړوند خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي، دا عمل کېدای شي له ماشوم توبه د امیندوارۍ او زړښت تر وخته دوام پیدا کړي.

دې بنسټ د ښځو د سنتولو د پای ټکي اېښودلو لپاره، د دولتونو، مدني ټولنې، سیمه ییزه ټولنو، خیریه بنسټونو او نړیوالې ټولنو ګټور ګډون باندې ټینګار کړی دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه