د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «تحصیل، کار، آزادۍ» ترانه، د ظلم په وړاندې یوه جدي هنري نیوکه

15 نوومبر 2026
د «تحصیل، کار، آزادۍ» ترانه، د ظلم په وړاندې یوه جدي هنري نیوکه

انځور: په کابل کې د ښځو اعتراض- آرشیف.

طاهر هجران

د حبیب منصوري نوې سندره «تحصیل، کار، آزادي، د ظم، ځپنې او چوپتیا په وړاندې د هنري احتجاج یوه د پام وړ بېلګه ګڼل کېدای شي، یو داسې کار چې د خپل موسقیت او شاعرانه ارزښت سربېره، هڅه کوي نن ورځ په افغانستان کې د ژوند د ترخه واقعیت یوه برخه بیان او ثبت کړي.

مذهبي استبداد چې د وطنپالنې له نظره ګډ شوی، د ټولنې د یوې لویې برخې په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو زوند یې په یوه جهنم بدل کړی دی. له داسې تیارو سره مبارزه لنډمهاله مبارزه نه ده، بلکې دا دوامداره هڅو، پوهاوي، مدني مقاومت او د خلکو هر اړخیز شتون ته اړتیا لري، چې د آزادۍ او انساني کرمت ارزښت لري.

په دې منځ کې هنر لوړ او تل پاتی مقام لري. هم د یوه ملت د ژبني اعتراض او هم د تاریخي د حافظې په توګه. شعر، موسقي، انځورګري، سینما او د هنر نور ډولونه کولی شي هغه څه چې د سیاست او تبلیغاتو په هیاهوی کې په رسمي ټول پټېږي، ثبت او راتلونکو نسلونو ته ولېږدوي.

د «تحصیل، کار، آزادۍ» ترانه پر شاعرانه ښکلا سربېره، ځواکمنه اعتراضي ژبه هم لري. د افغانستان ځوان او پېژندل شوی شاعره مهتاب ساحل، په دې اثر کې یوازې کلیمې نه دي سره اوډلې، بلکې د ټپي ټولنې کړاونه، هیلې او ناویلې یې انځور کړې دي.

د «تحصیل، کار، آزادۍ» ترانې هرات کې د اعتراضي ښځو له شعارونو څخه الهام واخیست او وروسته د یوې هنري کیسې په چوکاټ کې د افغانستان د وضعیت په یوه پراخه انځور بدل شوې ده. شاعر په ډېره هوښیارۍ سره د واکمنو د رسمي کیسو په وړاندې ودرېد او د شعر په ژبه یې د روایت انحصار له ننګونو سره مخ کړ.

د دې شعر ژبه د خلکو د درد او کړاو ژبه ده، خو په همغه وخت کې، له امید او لېوالتیا خلاصه ډکه لار ده. په دې شعر کې آزادي یوازې یوه کلیمه نه ده، یو انسان دی، چې غواړي ژوند وکړي، زده کړي، کار وکړي، غوراوی وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي.

در جاده‌ها شوریده چون آوار، آزادی

در زیر تیغ و دشنه و رگبار، آزادی

ای گردباد خشمگین، ای دختر کابل

بغض گلویت می‌شود هر بار، آزادی

چون کُکِل تازه در شب ظلمت درخشیدی

حک کردی آخر بر در و دیوار «آزادی»

بستند لب‌هایت اگر فریاد سر دادی

با گیسوانت بر فراز دار «آزادی»

دا انځورونه د کار د موسیقۍ او بصري کیسې سره یو ځای، یوازې یوه سندره نه جوړوي، دوی د تاریخي دورې د یاد یوه برخه هم ثبتوي. په سندره کې کارول شوي انځورونه د شعر له فضا سره همغږي دي او د لاریونونو څخه اخیستل شوي انځورونو کارولو کار ته یو مستند او تاریخي فضا ورکړې ده.

با گام‌هایت حک نمودی در دل تاریخ

از خون خود در دامن غدار، آزادی

دنیا پرستاریِ گرگ و گربه را می‌کرد

روزی که تو می‌خواستی تحصیل، کار، آزادی

رودی به سنگ و صخره سرساییده می‌آیی

په دې اړه نور ولولئ...

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

دیدی ندارد جاده‌ای هموار، آزادی

ای تیغ بران، روح عریان دختر کابل‌جان

کی می‌توانندت دگر انکار، آزادی

د دې کار اهمیت په دې کې دی، چې د جبر او ستړیا په وخت کې دا هنر د حقیقت ویلو په وسیله بدل شوی دی. دا ډول کارونه په خپله نه شي کولی سیاسي او ټولنیز واقعیت بدل کړي، خو کولی شي، چې ټولینزه حافظه ژوندۍ وساتي او د هغو کسانو لپاره غږ شي، چې غږ یې غلی شوی دی.

البته په داسې شرایطو کې د اعتراض هنر رامنځ ته کول د هنرمند لپاره لګښت لري. یو هنرمند چې د خلکو د کړاونو، د ښځو د مظلومیت، د آزادۍ او راتلونکې په اړه د خبرو کولو پرېکړه کوي، په حقیقت کې د خپل ټولنیز او تاریخي مسوولیت یوه برخه ده.

هنري اعتراض یوازې د تېر او نن ورځې درد په اړه نه دی، دا د راتلونکې په اړه هم دی، هنر کولی شي د راتلونکې انځور وساتي، چې لا تر اوسه نه دی رامنځ ته شوی، خو انسانان د هغې د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

هنري تخلیق د ګډې حافظې او ګډې ارادې څخه زېږېدلی دی، د سړک له ژړا څخه، له لاریونونو، له اوښکو، له چوپتیا او ان له هغو غوښتنو، چې انسانان یې کله ناکله د څرګندولو جرئت نه کوي. ښايي د هنر یو له خورا مهمو ماموریتونو دا وي، چې دا پټ غږونه کشف کړي او د راتلونکې لپاره یې ثبت کړي.

د اعتراض هنر موږ ته یادوي، چې انسانان ان په تیارو شپو کې حق لري، چې خپل داستان جوړ کړي.

یوازې شاعري، غږ وسایل او کمېرې ممکن د ظالمانه نظام د بدلولو توان ونه لري، مګر دوی کولی شي د مقاومت یادونه ژوندۍ وساتي، هیله بیا راژوندۍ کړي او د آزادۍ په لور د حرکت ټاکل ډېر ګړندۍ کړي.

له همدې امله «تحصیل، کار، آزادي» باید د سندرې څخه ډېر واورېدل شي. دا باید د تاریخي دورې د هنري کیسې د یوې برخې په توګه وکتل شي، د هغو خلکو کیسه، چې د تیارو په منځ کې لا هم د رڼا په اړه فکر کوي.

په پای کې هنري اعتراض د انساني وقار د دفاع یو له خورا ښکلې بڼو څخه دی، هیله ده، چې افغان هنرمندان، د ټولو ستونزو او لګښتونو سره سره، دا انساني او تاریخي ماموریت هېر نه کړي او د آزادۍ، برابرۍ او انساني وقار غږ به دوام وکړي.

ښايي یوه ورځ کله چې دا تیاره پای ته ورسېږي مو به د هغه وخت د تاریخ یوه برخه په رسمي کتابونو کې نه، بلکې په هغو شعرونو، سندرو، انځورونو او غږونو کې ومومو، چې په خورا سختو ورځو کې یې د آزادۍ خبرې کولې.

اړوندې لیکنې

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ، که ښوونځی پرانستی وای، خوبونو ته مې نېږدې وم(۴)

7 نوومبر 2026
معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي
خبر

معترضې ښځې: له اساسي حقونو د افغان ښځو محرومیت نه باید هېر شي

7 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه