د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: طالبانو یوه کم عمره نجلۍ له اجباري واده د انکار له امله بندي کړې ده

8 فبروري 2026
یوناما: طالبانو یوه کم عمره نجلۍ له اجباري واده د انکار له امله بندي کړې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه راپور کې ویلي، طالبانو یوه کم عمره ۱۸ کلنه نجلۍ له اجباري واده د انکار له امله نیولې او زنداني کړې ده.

رخشانه: په دې راپور کې چې نن (یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه) خپور شوی او موده یې د ۲۰۲۵ له اکتوبر تر ډسمبر ده، راغلي، دغه ځوانه نجلۍ د طالبانو په یوه ولایتي زندان کې بندي ده.

یوناما دا نه ده معلومه کړې، چې دغه ځوانه نجلۍ څه وخت، له کوم یوه ولایت نه نیول شوې او په کوم ولایت کې زنداني ده.

د یوناما په راپور کې راوړل شوي، د دې راپور په موده کې، د جنسیت پر بنسټ ولاړ ډېری د تاوتریخوالي پېښې، له هغې جملې اجباري ودونه یې ثبت کړي دي.

په دې راپور کې لیکل شوي، د ۲۰۲۵ کال په می او سپټمبر میاشتو کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو هرات کې ښځې د چادر نماز اغوستو ته اړ کړې او هغه ښځې چې له دې امره یې سرغړونه کړې وه د یوې لنډې مودې لپاره نیولې وې.

د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د نوامبر میاشتې په لومړیو کې، د هرات په عمومي ځایونو کې ښځې چادرۍ اغوستو ته اړ کړې. هغه ښځو چې چادرۍ یې نه درلودې، روغتون، روغتیايي مرکزونو، دولتي ادارو او د ودونو تالارونو ته له لاسرسي محرومې کړې.

یوناما زیاته کړې، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په درېیمه هرات کې د ښځو د تګ راتګ پر خپلواکۍ د محدودیتونو په لګولو سره، د هرات ښار په ۶۴ متره سړک کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي جمعه بازار ته یوه ډله ننوتونکې ښځې په هوايي ډزو خورې کړې او د هغوی مخنیوی یې وکړ.

دې بنسټ ویلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶ مه، زابل کې د ښځو یوه ډله چې د سهار د سپورت لپاره له کوره وتلې وې، ودرولې او هغوی ته یې ویلي، چې نور په دې موخه له کوره را بهر نه شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۸ مه، د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په ښکاره ټکسي او کاسټر موټر چلوونکو ته امر وکړ، چې له محروم پرته ښځې موتر ته د پورته کېدو اجازه نه لري.

یوناما لیکلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۷ مه، کندهار ښار کې له هټۍ والو غوښتي، چې هغه ښځې چې محرم نه لري، جامې پرې ونه پلوري.

دې بنسټ په خپل راپور کې لیکلي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو کندهار او اروزګان کې په دوامداره توګه له روغتیايي مرکزونو څارنه کړې تر څو له محرم پرته ښځې او ښځینه کارکوونکې دې مرکزونو ته داخلې نه شي.

یوناما ویلي، د طالبانو دا اقدام د دې لامل شوی، تر څو بې محرمه ښځې روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي او له محرم پرته کارکوونکې هم ونه شي کولی خپل کار ځای ته ولاړې شي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه