د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: طالبانو په دریو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۸۷ تنه په دورو وهلي دي

8 فبروري 2026
یوناما: طالبانو په دریو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۸۷ تنه په دورو وهلي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر له اولې د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې لږ تر لږه ۲۸۷ تنه (۲۵۳ نارینه، ۳۰ ښځې، درې هلکان او یوه نجلۍ) د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: په دې راپور کې چې نن یکشنبې د (سلواغې ۱۹ مه) خپور شوی او موده یې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر نه تر ډسمبر پورې ده راغلي، طالبانو په دې موده کې په بادغیس او خوست کې دوه نارینه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

یوناما په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۱۶ مه یو نارینه د بادغیس مرکز قلعه نور ښار کې د خلکو په وړاندې اعدام کړی. د راپور پر بنسټ د واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ۱۲ تنه په عام محضر کې اعدام شوي دي.

د یوناما راپور وايي، طالبانو د ۲۰۲۵ د اکتوبر له اولې د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې ۲۸۷ تنه (۲۵۳ نارینه، ۳۰ ښځې، درې هلکان او یوه نجلۍ) د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، د ۲۰۲۵ د اکتوبر له اولې د ډسمبر تر ۳۱ مې، د طالبانو له لوري د خپل سرو نیونو او بندي کولو ۲۸ پېښې او د مخکني دولت له چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو د ربړونې او بد چلند لږ تر لږه ۷ پېښې ثبت کړې دي.
په دې موده کې د طالبانو له لوري د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو د ۱۴ غړو د وژنو د پېښو راپور ورکړل شوی. د قرباني شویو کسانو په منځ کې د مخکني دولت چارواکي، امنیتي سرتېري شتون لري، چې تازه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې راوړي، د طالبانو د استخباراتو ریاست د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۱۷ مه کابل ښار کې د شمشاد تلوېزیون د رسنیز فعالیت، چې تلوېزیون، راډیو او ټولنیزې شبکې د تړولو امر صادر کړ.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دې بنسټ د طالبانو له لوري په رسنیو د ساه کښو انخور خپرولو باندې بندیز ته په اشارې لیکلي، د دې محدودیت پلي کېدل، د هېواد په ګوټ کوټ کې په بېلا بېل شدت سره عملي کېږي.

یوناما ویلي، د طالبانو له لوري د هغه کسانو، چې پر خواله رسنیو د ناسمې محتوا په خپرولو تورن دي نیولو ته دوام ورکړی. د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ډسمبر په ۱۱ مه هرات کې یوه ډله ځوانان له دې کبله، چې د یوه برېتانوي سریال څخه په تقلید یې جامې اغوستې وې نیولي دي.

راپور کې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۵ د سپټمبر له ۲۹ مې د اکتوبر تر اولې په ټول هېواد کې د انټرنېټ بندولو ته په اشارې ویلي، طالبانو له دې اقدام وروسته، ټولنیزې شبکې فسبوک، ټیک ټاک او انسټاګرام فلټر کړي دي.

یوناما زیاته کړې، د دې راپور د چمتو کېدو په وخت کې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت له نورو ټولو وزارتونو سره یو ځای، په هېواد کې د امربالمعروف قانون پلي کولو ته دوام ورکړی او د هغو تمرکز پر داسې مواردو لکه، د نارینه وو ږیره، د ښځو حجاب، د محرم اړتیا، د موسقۍ او ژوندیو موجوداتو مخنیوی او پر جومات د لمانځ کولو الزام باندې دی.

دې بنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ د اکتوبر له اولې د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې یې د طالبانو د امربالمعروف د ځریو له خوا ۵۲۰ ځلې خپل سرې نیونې او بندي کول او له ښځو او نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت کړې، چې تر ډېره، د ږیرې لنډولو، په لوېدیځ سټایل وېښتان، د موسقۍ خپرول یا اورېدل او د حجاب د مقرراتو څخه سرغړونو پورې اړوند دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه