د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ۴.۹ میلیونه ماشومان او ښځې له سختې خوارځواکۍ رنځېږي

10 فبروري 2026
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ۴.۹ میلیونه ماشومان او ښځې له سختې خوارځواکۍ رنځېږي

خوړو نړیوال پروګرام

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې له سختې خوارځواکۍ رنځېږي.

رخشانه: دې بنسټ نن (سه شنبې د سلواغې ۲۱ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، خوارځواکي ورځ تر بلې زیاتېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي، د خوارځواکۍ زیاتوالی، کابل کې د دوی تر ملاتړ لاندې یوه کلېنیک ته هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ماشوم ورکشوي.

دې بنسټ زیاته کړې، د اړتیاو په زیاتېدو سره به د ژغورونکو خوړو ملاتړ ته دوام ورکړي او له میندو او ماشومانو سره مرسته کوي، تر څو خپل د اړتیا وړ بېړنۍ درملنې ته لاسرسی پیدا کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت بحراني دی او شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي له سخت لوږې سره مخ دي او کابو ۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

دې بنسټ وړاندیز کړی، چې د ماشومانو خوارځواکي به هم زیاته شي او راتلونکی کال به کابو څلور میلیونه ماشومان تر اغېز لاندې راولي.

یوناما هم څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب همداسې سخت دی او په ښخو او ماشومانو کې خوارځواکي ۱۵ سلنه زیاته شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

یوناما په افغانستان بشري وضعیت «خورا بحراني» بللی ویلي یې وو، د مرستو رسولو لپاره د بودجې کمښت، د زرګونو کسانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه