د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدکړه ټینګارد

11 فبروري 2026
په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدکړه ټینګارد

ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې سره سم، یو شمېر نړیوالو بنسټونو او مشهور شخصتیونو، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خپلواکۍ او زده کړو ټینګار کړی دی.

رخشانه: د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا استازي ریچارد لیندسي ویلي، نجونې باید خپلواکه وي، تر څو پوه تر لاسه کړي او ښځې باید خپلواکه وي، تر څو د علم په حوزه کې فعالیت وکړي.

لیندسي نن (چهارشنبې د سلواغې ۲۲ مه) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالو ورځې سره سم، په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د افغانستان راتلونکې په برابرو فرصتونو پورې تړلې ده.

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا استازي زیاته کړې «د افغانستان د رباټیک خوب تښتوونکی ټیم ښيي، چې څه امکان لري.»

د ملګرو ملتونو سرمشنی آنتونیو ګوترش هم نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بشریت د پرمختګ لپاره په علومو کې برابري اړینه ده.

هغه لیکلي «زده کړې ته د لاسرسي زمینې د پرمختګ سره سره، له هرو دریو څېړونکو څخه یوه یې ښځه ده.»

ګوترش ویلي دي: «باید ډاډ تر لاسه کړو، چې ښځې او نجونې کولی شي د خپلو حقونو او د ټولو د ګټې لپاره خپلې علمي هیلې تر لاسه کړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د بشري ټولنې د پراختیا او ودې لپاره د ښځو او نجونو پر رول ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي «د ښځو او نجونو نوښتګري هغه مهال ممکنه ده، چې هغوی پوهې ته لاسرسی ولري.»

کرزي په ټولنیز ژوند کې د افغان ښځو او نجونو د رول د ستاینې تر څنګ هغوی ته سپارښتنه کړې، چې له هرې ممکنه لارې د پوهې، زده کړې ته د لاسرسي او د هېواد په وده او پرمختګ کې د ګډون لپاره هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) نن سهار اعلان وکړ، چې له زده کړو د نجونو محرومیت د افغانستان د دردوونکې راتلونکې تت انځور ښيي.

دغه بنسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ۱۶۰۷ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
د طالبانو مشر د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۷ مه، د یوه فرمان په ترڅ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

دې ډلې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو پرانستو لپاره کوم اقدام نه دی کړی او په پوهنتونو کې یې هم د نجونو پر زده کړو بندیز نه دی لرې کړی.

اړوندې لیکنې

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه