د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د ۱۳ ښځو په ګډون ۳۵ تنه په دورو وهلي دي

12 فبروري 2026
طالبانو د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې په پروان، ارزوګان، زابل، لغمان، کاپیسا او کابل کې، د ۱۳ ښځو په ګډون ۳۵ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د غلا، پلار ته د سپکاوي او کنځاوو، نامشروع اړیکو، له واده بهر جنسي اړیکې، لواطت له کوره تېښتې او تښتولو په تورونو په دغه ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

شنبې د (سلواغې ۱۸ مه) د دریو ښځو په ګډون ۹ تنه د نامشروع اړیکې، سپکاوي او کنځاوو په تور په پروان او اروزګان ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

د دریو ښځو په ګډون اته تنه د نامشروع اړیکې په تور د پروان بګرام ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او له یوه تر څلورو کلونو پورې په تنفذي بند محکوم شوي دي.

یو تن پلار ته د سپکاوي او کنځاوو په تور د اروزګان ولایت مرکز کې ۳۰ دورې وهل شوی او په پنځه میاشتې تنفذي بند محکوم شوی دی.

یکشنبې د (سلواغې ۱۹ مه) یو تن د غلا په تور د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۰ دورې وهل شوی او په دوه کاله تنفذي بند محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: له زده کړو د ښځو محرومیت د بشري حقونو ښکاره ماتونه ده

یوناما: افغانستان کې د ماشومتوب واده ننګونه لا هم پر ځای دی

دورشنبې د (سلواغې ۲۰ مه) د دوو ښځو ه ګډون اووه تنه له کوره د تېښتې او تښتولو او غلا په تورونو په لغمان او کاپیسا کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د دوو ښځو په ګډون څلور تنه له کوره د تېښتې او تښتولو په تور د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له شپږو تر ننه میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

درې تنه د غلا په تور د کاپیسا ولایت کوهبند ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

سه شنبې د (سلواغې ۲۱ مه، درې تنه د غلا او نامشروع اړیکې په تورونو په لغمان او زابل ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

دوه تنه د غلا په تور د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شول او په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شول.

یو تن د نامشروع اړیکې په تور د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په یوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوی دی.
چهارشنبې د (سلواغې ۲۲ مه) د اتو ښځو په ګډون ۱۴ تنه له واده بهر جنسي اړیکې، نامشروع اړیکې او دلالۍ په تورونو کابل ښار کې له ۲۵ تر ۳۵ دورو وهل شوي او له پنځو میاشتو تر یو کال پورې په تنفذي بند محکوم شوي دي.

پنشنبې د (سلواغې ۲۳ مه) یو تن د لواطت په تور د لغمان ولایت قرغه يي ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې و وهل شو او په درې کاله تنفذي بند هم محکوم شو.

اړوندې لیکنې

ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي
خبر

ننګرهار کې یو ماشوم اوبو ډوب کړی او مړ شوی

11 جولای 2026
پنجشېر کې څلور ماشومان تر موټر لاندې او وژل شوي دي
خبر

پنجشېر کې څلور ماشومان تر موټر لاندې او وژل شوي دي

11 جولای 2026
کونړ او د نورستان په پنځو ولسوالیو کې د پولیو واکسین لړۍ پیل شوه
خبر

کونړ او د نورستان په پنځو ولسوالیو کې د پولیو واکسین لړۍ پیل شوه

11 جولای 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی
خبر

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت د بودجې د کمښت له امله درېدلی

8 جولای 2026
د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی
خبر

د بشري حقونو څار ډله: د جبري ستنولو پر ځای له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو د فشار لپاره وکاروی

8 جولای 2026
بنټ د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه
خبر

بنټ د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

8 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه