د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د راکټ مرمۍ چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

12 فبروري 2026
ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنه، د ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي

ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د راکټ د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله، دوو ماشومانو ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، دغه پېښه نن ماسپښین مهال (پنشنبې د سلواغې ۲۳ مه) د بټي کوټ ولسوالۍ د «سپین خوړ څلورم فارم» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د حماد په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ماشومانو د راکټ مرمۍ له موندلو وروسته د اور منځ ته اچولې او چاودنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې، د دې چاودنې په ترڅ کې دوو ماشومانو ژوند بایللی او پنځه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

حماد د دغې پېښې د وژل شویو او ټپي ماشومانو د عمر، هویت او جنسیت په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د دې پېښې ټپيان د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ او طالب ځواکونو له خوا د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي. د دوو ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

یوناما اعلان کړی، چې افغانستان د ناچاودو توکو د قربانیانو له پلوه په نړۍ کې درېیم تر ټولو د لوړې مرګ ژوبلې هېواد ګڼل کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه