د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د راډیو نړیواله ورځ: افغانستان کې پر راډیوګانو د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی

14 فبروري 2026
د راډیو نړیواله ورځ: افغانستان کې پر راډیوګانو د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی

د راډیو نړیوالې ورځې سره سم د رسنیو د ملاتړ بنسټونو اعلان کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د راډیوګانو پر فعالیتونو محدودیتونه بې مخینې زیات شوي دي.

رخشانه: د افغانستان د خبریالانو مرکز نن (جمعه د سلواغې ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، په تېر یوه کال کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دوې سیمه ییزې راډیوګانې نېغ د طالبانو له لوري ګواښل شوې او دوه نورې راډیوګانې د طالبانو د محدودیتونو نه مراعت کولو په دلیل تړل شوې او کارکوونکي یې نیول شوي دي.

د افغان خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې راغلي: «په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره، د رسنیو خپلواکي په ځانګړې توګه د راډیوګانو په شدت سره محدوده شوې او لږ تر لږه ۲۴ فرمانونه د رسنیو د فعالیتونو په اړه د دې ډلې له خوا صادر شوي، چې د راډیوګانو پر فعالیت یې نېغ اغېز کړی دي.»

په دغه محدودیتونو کې په ملي راډیو کې د ښځو د فعالیت منع کول، د نارینه وو او ښځینه وو د کاري چاپېریال بېلوالی، له نارینه وو سره د ښځو د مرکو نه کول، د حجاب مراعت کول، په خبري ناستو کې د ښځو پر حضور د محدودیتونو سختوالی، او په ځینو ولایتونو کې د ښځو سره په خبرتیاوو، اعلانونو او تلېفوني اړیکو کې د ښځو د غږونو د خپرېدو منع کول شامل دي.

د افغان خبریالانو مرکز ویلي، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، هغه مدیرانو او خبریالانو، چې دغه لارښوونې یې له پامه غورځولې، ګواښل شوي یا زنداني شوي دي او رسنۍ له خنډ او بندېدو سره مخ شوې دي.
دا مرکز وايي، طالبانو د هغه راډیوګانو چې د امیتاز خاوندانې یا مدیرانې یې ښځې دي د فعالیت د جواز د نوي کولو لپاره، په مستقیم او غیر مستقیمه توګه فشارونه راوړي، تر څو څو یې پر ځای نارینه مدیران وټاکي.

د دې مرکز په وینا، دا مهال په ټول هېواد کې د شاوخوا ۲۰۰ راډیوګانو سټېشنونه فعال دي، چې د شپې او ورځې، یا نیمايي وخت او یا هم د ورځې څو ساعته خپرونې کوي.

دې مرکز له طالبانو غوښتي، چې د خپلواکه رسنیو د اهمیت په پام کې نیولو سره «د ټولنیزو رسنیو قانون ته په درناوي» د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه ودروي.

له رسنیو د ملاتړ سازمان هم په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې رسنۍ او خبریالان اطلاعاتو او د بیان آزادۍ ته د لاسرسي په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې د رسنیو لپاره د آزاد فعالیت زمینه برابره کړي او د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي.

له رسنیو د ملاتړ بنسټ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او د رسنیو له ملاتړونو سازمانونو غوښتي، چې له افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) هم په یوه اعلامیه کې د اطلاع رسولو برخه کې د راډيو رول ارزښتمن بللی او د دې غږیزې رسنۍ د فعالیت پر دوام یې ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی «د ټولو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د خپلواکو، معلومتي او ښوونیزو رسنیو د پلېټ فارمونو» ملاتړ کوي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه