د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: په هرو دریو ثانیو کې یوه نجلۍ د اجباري واده قرباني کېږي

14 فبروري 2026
ملګري ملتونه: په هرو دریو ثانیو کې یوه نجلۍ د اجباري واده قرباني کېږي

ملګري ملتونه وايي، په هرو دریو ثانیو کې د نړۍ په یوه ګوټ کې یوه تر ۱۸ کلونو ټیټه نجلۍ د اجباري واده قرباني کېږي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (شنبې د سلواغې ۲۵ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ماشومانو ودونه د بشري حقونو سرغړاوی دی او دا کار له نجونو خپلې بشپړې وړتیا ته د رسېدو فرصت له هغوی اخلي.

ملګرو ملتونو نن د فبرورۍ ۱۴ مه د مینانو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي پر وړاندې د همغږۍ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) هم تر ۱۸ کلونو د ټیټ عمره ماشومانو ودونه له بشري حقونو سرغړونه بللې او لیکلي یې دي، په نړۍ کې له هرو پنځو نجونو یوه هغه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې په رسمي ډول ودېږي یا په غیر رسمي اړیکه ورکړل شوې دي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۴۰ میلیونه نجونې او ښځې، په ماشوم توب [۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې] واده شوې او هر کال ۱۲ میلیونه ځوانې نجونې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي.
دې بنسټ لیکلي، د ماشومانو ودونه د نجونو ژوند او روغتیا ګواښي او د هغوی راتلونکې محدودوي. هغه نجونې چې تر وخت وړاندې ودونونو ته اړویستل کېږي، تر ډېره په ځوانۍ کې امیندواره کېږي، چې دا کال د امیندوارۍ یا د زېږون خطرونه زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې، هغه نجونو چې له ۱۸ کلنۍ وړاندې ودونه کړي، تر ډېره د خپل ژوند د شریک له خوا د فزیکي اوجنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ د کم عمره او ماشومانه ودونو ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د یو لړ سیاستونو، پروګرامونو او قوانینو د جوړلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم د ماشومانه ودونو پدیده دود ده. په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د طالبانو لوړ پوړو غړو د مخکني حکومت د یو شمېر غړو لوڼې اجباري واده ته اړویستې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه