د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د ښځو پر کار محدودیتونو زیات او د رواني روغتیا اړوند فعالیتونو یې بند کړي

15 فبروري 2026
طالبانو د ښځو پر کار محدودیتونو زیات او د رواني روغتیا اړوند فعالیتونو یې بند کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، طالبانو د ښځو پر کار محدودیتونه سخت کړي او د رواني روغتیا خدماتو اړوند فعالیتونه یې ممنوع اعلان کړي.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د سلواغې ۲۶ مه) د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی، افغانستان کې ښځې «په ټولنیز چاپېریال کې په رواني روغتیايي خدماتو او رواني ټولنیز ملاتړ خورا ډېرې تکیه کوي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي، طالبانو اړینو روغتیايي خدماتو ته هم د ښځو لاسرسي باندې محدودیتونه لګولي دي.

د دې راپور پر اساس، روغتیايي ښځینه کارکوونکې د تلېفون د کارکولو حق نه لري او په ځینو سیمو کې ښځې اړ دي، چې روغتیايي مرکز ته د مراجعې پر مهال له ځان سره نارینه محرم ولري.

راپور زیاته کړې، د ښځینه کارکوونکو او د جنسیت حساسو پروګرامونو لپاره د لاسرسي محدودیتونه سخت شوي، ښځینه مرستندویه کارکوونکې د روغتیا او زده کړو پرته له ټولو سکتورونو منع شوې او د ښځو په مشرۍ فعالیتونه درول شوي دي.
اوچا ویلي، بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمايي کې زیات شوي. د دې کال د جولای او ډسمبر میاشتو کې بشري همکارانو د لاسرسي ۶۲۳ پېښې راپور کړې، چې د کال د لومړۍ نیمايي په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دې پېښو د ۳۴۹ بشري فعالیتونو د لنډمهاله ځندولو او د اتو تاسیساتو، په عمده توګه د روغتیايي مرکزونو او د ښځو د زده کړې مرکزونو د تړل کېدو لامل شوي، چې د تېر راپور ورکولو مودې په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې طالبانو مداخله کړې، په دې کې د ښځینه کارکونکو بندیز، د تړونونو ځنډول، د کاروونکو په ټاکلو کې مداخله، په ګمارنو او تدارکاتو کې مداخله او د کارکوونکو او حساسو معلوماتو په اړه د معلوماتو غوښتنه کول شامل دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

اوچا زیاته کړې، د مرستندویه بنسټونو د ۳۴ کارکوونکو (۱۸ نارینه او ۱۶ ښځینه) نیول د تېر راپور ورکولو په موده کې د ۱۰۰ کارکوونکو د نویولو په پرتله ۶۶ سلنه کمښت ښيي، خو بیا هم روان امنیتي ګواښونه منعکسوي.

د ملګرو ملتونو یو له شریکانو راپور ورکړی، چې د هېواد په یوه سیمه کې د دوی ښځینه کارکوونکې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا څارل شوې، چې د دوی خوندیتوب یې له ګواښ سره مخ کړی او د دوی په فعالیت یې منفي اغېز کړی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه