د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

الیف شافاک: د طالبانو جزايي اصول نامه افغانستان کې د ښځو وژنې ته لار هواروي

16 فبروري 2026
الیف شافاک: د طالبانو جزايي اصول نامه افغانستان کې د ښځو وژنې ته لار هواروي

د طالبانو د محکمو لپاره د جزیايي اصول نامې توشېح ته د غبرګونونو پر دوام مشهورې ترکي لیکوالې الیف شافاک وايي، دا قانون په افغانستان کې د ښځو وژنې ته لار هواروي.

رخشانه: شافاک تازه په خپله انسټاګرام پاڼه د طالبانو د محکومو د جزايي اصول نامې پر توشېح اندېښنه څرګندنه کړې لیکلی یې دي، دا سند ښځې د غلامانو په لیکه کې راولي.

د ملت عشق ناول لیکوالې زیاته کړې، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه «د لوړ پوړو او ټیټ پورړ افرادو طبقاتي نظام رامنځ ته کوي، ښځې د غلام کچې ته ټيټوي او مېړونه یې د غلامانو خاوندان جوړوي.»

د هغې په وینا، د دې سند توشېح «پایلې به د ښځو، ماشومانو او بېوزله پاړکیو لپاره پراخه ناوړه پایلې لري. دا قانون د ځپلو بېلا بېل ډولونه، لکه کورنۍ تاوتریخوالی، جنسیتي تاوتریخوالی او ان د ښځو د وژنې لپاره د لار برابرېدل تاییدوي.»

د «ملت عشق» ناول مشهوره لیکواله د نړۍ یو له ګوتو په شمار مشهورو څېړو څخه ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو سره یې په وار وار د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه څرګندونې کړې او له هغوی یې ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه تېره میاشت په غیر رسمي ډول د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا لاسلیک او خپره شوه.

د دې سند غیر رسمي توشېح او خپرېدو د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

د بشري حقونو فعالانو دا قانون د نړیوالو اصولو او کړنلارو خلاف بللی ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح سره خپلو جرایمو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه