د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي

19 فبروري 2026
ننګرهار کې د یو ښوونځي د دوو زده کوونکو نجونو مړي موندل شوي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي د دوو زده کوونکو جسدونه موندل شوي دي.

رخشانه: جلال آباد ښار کې دوه ځايي سرچینو ویلي، د دې دوو زده کوونکو جسدونه سه شنبې د (سلواغې ۲۸ مه) د جلال آباد ښار شپږمه ناحیه کې د یوه خصوصي ښوونځي د نننه موندل شوي دي.
دا پېښه د «الایمان» په نوم خصوصي ښوونځي کې رامنځ ته شوې ده.

د دې ښوونځي یوه ښوونکي د هویت پټ ساتلو سره ویلي، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې په دې ښوونځي کې د څلورنیمې میاشتنۍ ازموینې د ممتازو زده کوونکو د ستاینې مراسم روان وو.

د هغه په وینا، دې زده کوونکو د جامو د بدلولو لپاره د ښوونځي یوې کوټې ته چې جنراتور په کې روښانه وو، ورغلې او دروازه یې په ځان پسې بنده کړې ده، او وروسته یې چې هرڅومره ور ډبولی، غږ یې چا نه دی اورېدلی.

سرچینې زیاته کړې، دغه نجونې په زیات احتمال د جنراتور څخه خواره شوي ګاز یې ژوند اخیستی دی.

دې ښوونکي ویلي، چې د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، د دې زده کوونکو د پلټنې پر مهال هغوی، په بېهوښه حالت کې موندل شوې، چې روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه وايي، دغه زده کوونکې یوه ۱۱ کلنه هدیه او بله ۱۲ کلنه عجوه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په ورته وخت ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، د پېښې په تړاو د دې خصوصي ښوونځي مدیر نیول شوی دی.

تر اوسه د پېښې کره جزیات نه دي په ډاګه شوي او د دې ماشومانو کورنیو هم تر اوسه خبریالانو ته جزیات نه دي ورکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه