د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په دورو وهلي

19 فبروري 2026
طالبانو پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په دورو وهلي

طالبانو روانې اوونۍ اوږدو کې په کابل، غور، پروان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان له واده بهر د جنسي اړیکې، جعل کارۍ، لواطت، قماروهلو او الکولي موادو د تولید او پلور په تور په دغه پنځو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

چهارشنبې د (سلواغې ۲۹ مه) د دریو ښځو په ګډون ۱۲ تنه د نامشروع او له دواړه بهر جنسي اړیکې، قماروهلو، محبت د دلالۍ او الکولي موادو د تولید او پلور په تور په کابل، غور، پرون او بلخ ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

پنځه تنه د قمار وهلو او لواطت په دور د کابل په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۱۵ تر ۲۹ دورو وهلي دي.

دغه کسان د محکمې د پرېکړې پر اساس له پنځو تر شپږو میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه له واده بهر د جنسي اړیکې په تور په غور ولایت کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند سزا اورول شوې ده.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د نامشروع اړیکې په تور د پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او له یوه تر دوه کلونو په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون درې تنه د محبت دلالۍ او الکولي موادو د تولید او پلور په تور په بلخ ولایت کې ۳۹ دورې وهل شوي دي.
معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره تنفذي بند محکوم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

پنشنبې د (سلواغې ۳۰ مه) دوه تنه د لواطت په تور د فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې و وهل شول او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه