د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: له زده کړو د نجونو په محرومیت هېڅ هېواد ټولنیز عدالت ته نه شي رسېدای

21 فبروري 2026
یوناما: له زده کړو د نجونو په محرومیت هېڅ هېواد ټولنیز عدالت ته نه شي رسېدای

Getty images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، له زده کړو د نجونو په محرومیت هېڅ هېواد ټولنیز عدالت ته نه شي رسېدای.

رخشانه: دغه بنسټ پرون (جمعه د کب اوله) د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځې سره سم په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «په افغانستان کې ټولنیز عدالت په دې مانا دی، چې هر افغان حق لري له تبعیض پرته په عزت سره کار وکړي او ګټه تر لاسه کړي.»
د یوناما په اعلامیه کې راغلي، هېڅ هېواد تر هغه وخته ټولنیز عدالت ته نه شي رسېدای، چې تر څو یې نیمايي وګړي له ثانوي زده کړو محروم وي.

یوناما د تل پاتې سولې لپاره د ټولنیز ملاتړ او پراخ بنسټه خبرو اترو او ټولنیز عدالت په ټینګولو ټینګار کړی لیکلي یې دي: «تل پاتې سوله هغه وخت تر لاسه کېږي، چې ښځې، ځوانان، قومونه او معلولیت لرونکي وګړي په پرېکړو کې برخه ولري.»

ملګرو ملتونو هم په یوه اعلامیه کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په ۲۰۲۶ کال کې د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ «د ټولنیزې پراختیا او ټولنیز عدالت سره نوې ژمنتیا» په شعار سره لمانځل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي: «که څه هم د بې وزلۍ کمولو، د زده کړې پراختیا او د ټولنیز خوندیتوب پوښښ په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې ثبت شوې، خو جوړښتي نابرابرۍ، د کار بازار غیر رسمي والی، د جنسیت تشې او په ادارو کې کمېدونکی باور لا هم د ټول شموله او دوامداره پرمختګ مخه نیسي.»
ملګرو ملتونو زیاته کړې، یوه نوې ژمنه د اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي اړخونو په اوږدو کې د پالیسۍ د همغږۍ، ځواړخیزه همکارۍ او د نړیوالې پالیسۍ جوړونې په مرکز کې د عدالت او پیوستون پیاوړتیا ته اړتیا لري.

دې بنسټ ټينګار کړی چې د ټولینز پرمختګ او ټولنیز عدالت لپاره همغږي، برابري او ټول شموله پالیسیو ته اړتیا ده، چې ټولنیز اړخ په لوی اقتصاد، کار، کارموندنې، اقلیم او ډېجیټل او صنعتي ستراتېژیو کې مدغم کړي.

همدارنګه ملګرو ملتونو په هېوادونو غږ وکړ، چې د کار مناسب فرصتونه او د ژوند بسندویه مزدورۍ رامنځ ته کړي، د کار بازار ادارې پیاوړې کړي او نړیوال ټولینز خوندیتوب ډاډمن کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ د جنسیتي برابرۍ پر دودولو، د ځوانانو لپاره د فرصتونو پر پراخولو، له غیر رسمي څخه رسمي اقتصاد ته د لېږد ملاتړ او د دې ډاډ تر لاسه کولو باندې ټینګار کړی، چې هېوادونه په ډېجیسټل او شنه اقتصادونو کې عادلانه او ټول شموله بدلونونه یقیني کړي.

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا استازي ریچارد لیندسي هم په خپله اېکس پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي، ټولینز عدالت د ښځو او نجونو د حقونو په ساتنه، د رسنیو په خپلواکۍ او د دې ډاډ تر لاسه کولو پورې اړه لري، چې تر ټولو زیان مننونکي له پامه ونه غورځول شي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه