د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د پاکستان په هوايي برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۷ ټپیان دي

22 فبروري 2026
د پاکستان په هوايي برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۷ ټپیان دي

ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت بهسود ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۲۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رخشانه: د ننګرهار بهسود ولسوالۍ کې دوه ځايي سرچینو د هویت پت ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه پېښه د (کب ۲ مه) د شپې ۱۲ بجې د یادې ولسوالۍ د «ګردي کڅ» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه هوايي بریدونه د استوګنې په کورونو شوي، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید د شهاب الدین په نوم د یوه بېوزله او کرونده ګر په کور شوی، چې کور یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی او اوس د جسدونو د راایستلو لپاره هڅې روانې دي.

ننګرهار کې د طالبانو د روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي، تر اوس د پېښې له ځایه ۷ ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر قریشي بدلون نن سهار ویلي، پر بهسود ولسوالۍ د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو هویت او جنسیت نه دی مشخص شوی او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه هم جزیات نه دي ورکړل شوي.
نن سهار رسنیو راپور ورکړ، چې د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو نیمه شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه سیمه کې په یوه دیني مدرسه برید کړی دی.

په ورته وخت د پاکستان دولت ویلي، پر افغان خاوره یې بریدونو په خپل هېواد کې د تېرو ځانمرګو بریدونو په ځواب کې کړي دي.

د دغه هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په یوه بیان کې ولي، قطعي شواهد په لاس کې لرو، چې ښيي دغه بریدونه د خوارجو له خوا د طالبانو د مشرانو په لارښوونه او په افغانستان کې د هغوی د مېشتو مخ ته وړونکو په مټ تر سره شوي.»

پاکستان ویلي، «د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پاکستان طالبانو سره تړلو ترهګرو او خوارجو داعش پورې اړوند ډلو په اوو پټنځایونو یې د پاکستان او افغانستان پر پوله دقیق برید تر سره کړی دی.»

د طالبانو دفاع وزارت په ننګرهار او پکتیکا د پاکستان د هوايي بریدونو پخلی کړی ویلي یې دي، چې په دغه بریدونو کې یوه دیني مدرسه او یو شمېر د استوګنې کورونه په نښه شوي دي.
دغه وزارت ویلي، د دې بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه