د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بادغیس کې ترافیکي پېښه، د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنو ژوند بایللی

22 فبروري 2026
بادغیس کې ترافیکي پېښه، د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنو ژوند بایللی

بادغیس کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د هرات – بادغیس په لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رخشانه: بادغیس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي وايي، دغه پېښه نن (یکشنبې د کب ۳ مه) غرمه مهال ۱۱ بجې د قلعه نو ښار د شپږمې حوزې اړوند د سبزک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د صدیقي په وینا، یو مسافروړونکی ۳۰۳ ډوله موټر له هرات نه د بادغیس مرکز قلعه نو ښار په لور روان وو، چې د موټر چلوونکي د بې احیتاطۍ له امله له سړکه اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دې پېښه کې ۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د پېښې ټپیان د سیمې د خلکو او طالب ځواکونو په مرسته د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

ترافیکي پېښې هر کال په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونه کسانو ژوند اخلي. ډېری دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې پروایۍ او ترافیکي قانون نه مراعتولو، لارو د خرابوالي او موترو د زړښت له امله رامنځ ته کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه