د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان وژل شوي

23 فبروري 2026
یوناما: د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي، پر ننګرهار د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: یوناما نن (دوشنبې د کب ۴ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې دغه بریدونه د شنبې په شپه ۱۲ بجې د ننګرهار ولایت په بهسود او خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، پاکستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه او په ارګون ولسوالۍ کې د «ملکي وګړو» په یوه کور هم برید کړی دی.

یوناما ویلي، په دغه بریدونو کې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې معلومات په لاس کې نشته.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې تاوتریخوالي او دښمنیو ته د تل لپاره پای ټکی کېږي، تر څو له غیرنظامیانو ساتنه وشي.

تېره ورځ ننګرهار کې سیمه ییزه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دغه بریدونه د بهسود ولسوالۍ د «ګردي کڅ» په سیمه کې د استوګنې په یوه کور شي، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان دولت ویلي وو، دغه بریدونه یې په خپل هېواد کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

طالبانو هم په پکتیکا او ننګرهار کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید او اعلان یې کړی وو، چې د دې بریدونو په ترڅ کې یوه دیني مدرسه او یو د استوګنې کور په نښه شوي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه