د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګوترش: نړۍ کې د بشرحقونو تر بشپړ برید لاندې راغلي دي

23 فبروري 2026
ګوترش: نړۍ کې د بشرحقونو تر بشپړ برید لاندې راغلي دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوترش وايي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بشري حقونه تر بشپړ برید لاندې دي.

رخشانه: ګوترش نن (دوشنبې د کب ۴ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۶۱ غونډې سره هممهاله ویلي، نړۍ کې بشري حقونو د هغه کسانو له خوا تر برید لاندې دي، چې ډېر ځواک لري.
هغه زیاته کړې، دغه پېښه (د بشري حقونو سرغړاوی) په نړۍ کې په ښکاره توګه او تر ډېره د هغه کسانو له خوا رامنځ ته کېږي، چې ډېرځواک لري.

نوموړي ټینګار کړي، په سختو شرایطو کې له بشري حقونو دفاع یوه بنسټیزه دنده ګنل کېږي.

هغه همدارنګه ویلي «بشري حقونه د ښځې ورځې لپاره شعار نه دي، بلکې یوه تل پاتې ژمنه ده، او باید په سختو او د لګښت وړ شرایطو کې ترې دفاع او ساتنه وشي.»
ګوترش د بشري حقونو څخه سرغړاوی د نړۍ لپاره ویجاړونکی وباله او وايي، کله چې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، هر څه: سوله، پراختیا ټولنیز انسجام، باور او پیوستون، تر پښو لاندې کېږي:
نوموړي ویلي: «موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې هلته کړاو توجیه کېږي، انسانان د چنې وهلو په توکو بدلېږي او بشري حقونه په پام کې نه نیول کېږي، جګړې مخ په زیاتېدو دي او له سزاو خوندیتوب په یوه ساري ناروغۍ بدل شوی دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، بشري حقونو ته د بې احترامۍ بحران نورې نړیوال وېشنونه منعکس او لا پسې پراخ کړي دي، لکه د بشري اړتیاوو زیاتوالی، د بودیجې کمېدل او د نابرابرۍ پراخېدل.
ګوترش دغه ستونزو ته په اشارې چې په دې منځ کې تر ټولو زیانمن کسان څنډې ته کېږي او د بشري حقونو مدافعان له لومړنیو کسانو دي، چې غلي کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغه ویلي، د بشري حقونو په سرغړاوی سره، په نړۍ کې مدني چاپېریال محدودېږي، خبریالان او مدني فعالان زنداني کېږي، غیردولتي بنسټونه تعطیل کېږي، د ښځو حقونه شاه ته غورځول کېږي، د ماشومانو حقونه په پام کې نه نیول کېږي، معلولیت لرونکي کسان څنډې ته کېږي او دیموکراسي ورستېږي.

ګوترش د لوري د بدلون وکړه او ویې ویل: «د قانون حاکمیت د ژمنې په نوي کولو او د نړیوالې جنايي محکمې په ملاتړ سره، اجازه مه ورکوی، چې د بشري حقونو تخریب د سیاسي مصلحت یا جیوپولېټیک سیالۍ منل شوې بیه شي.»

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه