د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

آنالنا بربوک: د بشري حقونو د سختوسرغړونو په وړاندې زغم کار نه ورکوي

23 فبروري 2026
آنالنا بربوک: د بشري حقونو د سختوسرغړونو په وړاندې زغم کار نه ورکوي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشرې آنالنا بربوک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په وړاندې زغم د پالیسۍ په پار خبرداری ورکړ.

رخشانه: مېرمن بربوک نن (دوشنبې د کب ۴ مه) خپله وینا په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په سختو غندلو سره پیل کړه.

هغې و ویل: «زه غواړم خبرې مې لږ څه بل ډول پیل کړم، په ځانګړې توګه د بشري حقونو د تر ټولوبدو جوړښتي سرغړونو په اړه د خبرونو وروستیو سرټکو ته په پام چې ځینې یې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیتي توپیر سیستم بولي.»

هغې زیاته کړې، چې د بشري مرستو د وېش مساله او له هغې ملات تل د ملګرو ملتونو د چارواکو تر منځ د شورا سخت بحث او پرېکړه وي، په داسې حال کې، چې ښځې نور د کار اجازه نه لري او نور نه شي کولی د ملګرو ملتونو لپاره کار وکړي او نورې نجونې هم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

مېرمن بربوک په دې خبرو چې ګواکي د کندهار (طالبان) متفاوت دي او ښايي د کابل معتدل وي هم نیوکه وکړه ویې ویل د بشري حقونو د معیارونو راټیټول هېڅ وخت پایلې ته نه رسېږي.

هغې زیاته کړه، نه باید دا تریخ درس بیا زده کړو، چې د ښځوحقونو د یوې ټولنې یا ان د نړۍ د وضعیت د سنجولو معیار دی.

مېرمن بربوک وايي، که چېرې مېرمن د نړۍ د نیم نفوس یعنې څلور میلیارد انسانان په امنیت کې نه وي، هېڅوک به په امنیت کې نه وي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

نوموړې د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې سخت شاه تګ ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له غړو د اقدام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په نېږدې پنځو کلونو کې پر افغان ښځو او نجونو تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي، چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې نېږدې ټولې مادې یې ماتې کړې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه