د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

آمنه محمد: ۱۳۸میلیونه ماشومان د کار له آمله د خپل ماشومتوبه بې برخې دي

25 فبروري 2026
آمنه محمد: ۱۳۸میلیونه ماشومان د کار له آمله د خپل ماشومتوبه بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال آمنه محمد وايي، نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان لا هم د کار له آمله، د خپل ماشومتوبه بې برخې دي.

رخشانه: محمد نن (چهارشنبې د کب ۶ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې ويډیو په خپرولو سره، نړۍ کې د ماشومانو د کار پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

هغې ويلي: «د دې ستونزې پای ته رسول ته اړتیا ده، چې بېوزلي، نابرابري او د سم کار کمښت له رېښې وباسو او داسې ټولنې جوړې کړو، چې په هغې کې هر ماشوم وکولی شي زده کړه او وده وکړي او وغوړېږي.»

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیالې همدارنګه ویلي، د ماشومانو کار ختمول په هدفي مداخلو امکان نه لري، بلکې باید د پراخو پراختیايي ستراتېژیو په چوکاټ کې ځای کړل شي.

هغې زیاته کړې، دا کړنلارې کولی شي، دغه پدیدې له ریښې حل کړي او داسې شرایط رامنځ ته کړي، چې کورنۍ یې د ناممکن انتخابونو کولو ته اړ نه شي.

آمنه محمد ټینګار کړی، چې په کیفیت لرونکو زده کړو او د مهارتونو پراختیا باندې پانګونه، واقعي فرصتونو ته د لاسرسي لار برابروي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې غوښتنه کړې، چې د «ماشومانو کار باید په هر ځای کې غیرقانوني شي» او ویلي یې دي، هغه کسان چې له ماشومانو ناوړه ګټه پورته کوي، باید مسوول وګڼل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنې پر پاشلتیا نیوکه، ګډ ارزښتونه باید محور وي

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر اساس، د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره د کارګرو ماشومانو شمېر زیاتوالی کړی دی.

افغان ماشومان په ډېرو سختو او خطرناکو شرایطو کې کار کوي، خو د کارګرو افغان ماشومانو کره شمېره په لاس کې نشته.

اړوندې لیکنې

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي
خبر

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

24 اکتوبر 2026
مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه