د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په یوه راپور کې وايي، د ښځو په وړاندې د طالبانو روغتیايي محدودیتونه د «سستماتیک زېږون تاوتریخوالي» یوه بېلګه ده، چې د ښځو د زېږون خپلواکي په نښه کوي.
رخشانه: دغه راپور نن (پنشنبې د کب ۷ مه) په «افغانستان کې روغتیا ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حق» تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې وړاندې شوی دی.
بنټ په خپل راپور کې لیکلي، د ښځو په وړاندې د طالبانو د روغتیايي محدودیتونو پایلې د میندو د مخنیوي وړ مړینې، د ژوند پېچلتیاوې، رواني زیانونه او د ماشومانو په روغتیا او پایښت باندې د نسلونو تر منځ اغېزې شاملې دي.
د راپور پر بنسټ، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو روغتیايي محدودیتونه، د دوی او د جنسیت متنوع خلکو لپاره د روغتیا خدماتو ته لاسرسی او کیفیت کمزوری کوي.
بنټ لیکلي، دا اقدامات د بدني خپلواکۍ سرغړونو، شدید فزیکي او رواني رنځ او د مخنیوي وړ مړینې په ګډون ژور تبعیض کوونکي دي او د مخنیوي وړ زیان لامل کېږي. هغه ویلي، د طالبانو کړنې قصدي دي او د سرچینو محدودیتونو یا کلتوري ملاحظاتو له مخې نه شي توجیه کېدای.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې، د دې سیاستونو له امله رامنځ ته شوې سرغړونې، د خوځښت د خپلواکۍ، زده کړې، کار، محرمیت، کورني ژوند او په ټولنیز، کلتوري او سیاسي ژوند کې د برابر ګډون او د نورو حقونو سرغړونو سره تړلې او پېچلې دي.
دی وايي، د طالبانو له خوا لګول شوي اقدامات په مستقیم او غیرمستقیم ډول د ښځو او نجونو د بدن خپلواکي او د امیندوارۍ روغتیا په نښه کوي، د دوی د جنسي او امیندوارۍ روغتیا په اړه د آزادو، باخبره او خپلواکو پرېکړو کولو وړتیا کمزورې کوي.
هغه لیکي، د نارینه وو په اجازې پورې د اساسي خدماتو لاسرسی مشروط کول، د امیندوارۍ مخنیوی او د جنین سقط ته لاسرسی محدودول یا ردول او د جنسي او امیندوارۍ روغتیا پورې اړوند معلوماتو او خدماتو فشارول د انفرادي انتخاب ځای په جبر او کنټرول سره نیسي.
بنټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روغتیا محدودیتونه «د محرمیت، بدني بشپړتیا، کورني ژوند او د روغتیا د لوړ تر لاسه کېدونکي معیار څخه د خوند اخیستو، په شمول د جنسي او امیندوارۍ حقونو څخه د خوند اخیستو په اړه قصدي او تبعیضي سرغړونه» وبلله.
ځانګړي راپور ورکوونکي د ښځو او نجونو سخت او قصدي محرومیت د «جنسیت پر بنسټ ځورونې او څار» په بڼه د انسانیت پر وړاندې جرم وباله.
د بنټ د راپور له مخې، طالبان په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې د پراخو اساسي حقونو څخه محروموي: د برابر حقونو او فزیکي او رواني روغتیا څخه نیولې تر جنسي او امیندوارۍ روغتیا او حقونو، د تګ راتګ خپلواکي، ښوونه، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي ژوند کې مساوي ګډون، محرمیت، کورنۍ ژوند او د شکنجې او ظالمانه چلند څخه د آزادۍ حق.
بینټ لیکلي، د طالبانو دا محدودیتونه ممکن د نړیوال جرمي قانون لاندې د نورو جرمونو نښه هم وي او د زیان د متقابل، جنسیتي او عمر پورې اړوند اړخونو او د دوی د ټولیز اغیزو په اړه د عمر او ټولنو په اوږدو کې د احتیاط سره معاینه کولو په ګډون نورو څیړنو ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، د طالبانو له خوا د روغتیا حق سرغړونه «په افغانستان کې د جنسیتي ظلم پېچلي، تړلي او متقابل تقویه کوونکي سیستم منعکس کوي» او په سمه د «جنستي توپیر» په توګه بیانېدای شي.
دی وايي، په نړیوال قانون کې د «جنسیتي توپری» د جلا جرم په توګه پېژندل او جرمي کول، د دې تشې د ډکولو او د قربانیانو له خوا د ځانګړو او نسل تر منځ زیانونو د بشپړ ډول پژندلو لپاره اړین دي.
هغه په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو او په روغتیايي سیستم کې مخ په زیاتېدونکي بحران ته په نغوتې سرهو هغه د سرغړونو د مخنیوي او د ښځو او نجونو د وقار او حقونو د تايید لپاره د پالیسۍ بدلونونو او حساب ورکولو غوښتنه وکړه.
بنټ په افغانستان کې د بهرنیو مرستو کمښت ته هم نغوته وکړه او ویې ویل، د بېړني او دوامداره ملاتړ پرته به په هېواد کې میلیونونه خلک له اساسي پاملرن محروم شي او ښځې، نجونې او د جنسیت متنوع خلک به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.
هغه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ، چې د زده کړې، روغتیايي خدماتو، مسلکي فرصتونو او د تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کولو سره، د دوی د انفرادي حقونو او هوساینې او د روغتیا سیستم د انعطاف او بیارغونې غوښتنه وکړه.
نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې د طب په برخه کې د ښځو او نجونو د زده کړو ممنوعیت لغوه کړي او د وروستیو آزموینو د ترسره کېدو اجازه د ورکړي.
هغه د تګ راتګ د خپلواکۍ محدودیتونو په ځانګړې توګه د محرم لرلو، د لرې کولو او د ښځو او نجونو لپاره د فزیکي، رواني – ټولنیز، جنسي او امیندوارۍ روغتیا خدماتو په ګډون د کیفیت لرونکو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.
همدارنګه بنټ له طالبانو وغوښتل، چې ښځو ته د کار کولو حق ورکړي، د ثانوي او لوړو زده کړو بندیز لرې کړي او له نړیوالو ادارو سره همکاري وکړي.
هغه له دولتونو وغوښتل، چې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو پرته د طالبانو د عادي کولو څخه ډډه وکړي، د ښځو او څنډې ته شویو ډلو مانا لرونکی ګډون ډاډمن کړي، د افغانستان مدني ټولنې ته دوامداره مالي ملاتړ چمتو کړي، د نړیوال حساب ورکولو کړنلارې پیاوړې کړي او د جنسیتي توپیر د چلند د جرم کولو ملاتړ وکړي.







