د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فرشته عباسي: د طالبانو جزايي اصول نامه افغانستان کې تبعیض او ځپل لا زیاتوي

26 فبروري 2026
فرشته عباسي: د طالبانو جزايي اصول نامه افغانستان کې تبعیض او ځپل لا زیاتوي

د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې ته د غبرګونونو په لړ کې د بشري حقونو د څار ډلې د آسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، دا قانون به افغانستان کې ځپل او تبعیض له پخوا لا زیات کړي.

رخشانه: عباسي دغه څرګندونې نن (پنشنبې د کب ۷ مه) جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ له راپور وړاندې کولو وروسته په دې غونډه کې مطرح کړ.

نوموړې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حق په اړه د بنټ د راپور ستاینه وکړه.

مېرمن عباسي د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې د توشېح په اړه د خپلو خبرو دوام و ویل، چې دا قانون به په افغانستان کې تبعیض او ځپنه لاپسې زیاته کړي.

د هغې په وینا، طالبانو په دې قانون کې مسلمانان یوازې د حنفي فقه په لارویانو تعریف کړي او نورې ټولې مذهبي ډلې، له هغې جملې شیعه ګان بدعت کوونکي بولي.

د بشري حقونو د څار ډلې څېړونکې ویلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې د مخالفو لور د غږ غلي کولو لپاره سختې سزاوې روا بللې او «ډېر وهل ټکول» د ښځو په وړاندې کورني تاوتریخوالی ګڼي او د تاوتریخوالي د نورو ډولونو قربانیان د هر ډول خوندیتوب یا عدالت ته د لاسرسي څخه محروم دي.

هغې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو خبرو ته غوږ کېږدي، هغو د پاملرنې محور وګرځوي او د هغوی د حقونونو د ملاتړ او د جنسیت پر بنسټ د آزار او ځورونې لپاره د حساب ورکولو د پرمختګ لپاره نور اقدامت وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

مېرمن عباسي د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د خپلواکۍ څېړنیز میکانېزم او د بشري حقونو د جدي سرغړونو مرتکبینو ته د ځواب ویلو په اړه و ویل، غړي هېوادونه او د ملګرو ملتونو مشرتابه باید سمدلاسه دا میکانېزم عملي او ډاډ تر لاسه کړي، چې د خپل ماموریت د ترسره کولو لپاره اړینې سرچینې په واک لري.

عباسي له دولتونو وغوښتل، چې د نړیواله جنايي محکمه کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبیعض د له منځه وړلو د کنوانسیون د سرغړونې لپاره د طالبانو د مسوول ګرځولو لپاره د نوښت ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ، چې په نړیواله کچه د قضايي قوې له لارې قانوني قضیې تعقیب شي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه