د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د راه فردا تلوېزیون خپرونې بندې کړې

1 مارچ 2026
طالبانو د راه فردا تلوېزیون خپرونې بندې کړې

له پاکستان سره د طالبانو تر نښتو وروسته د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق له غبرګون نیونې وروسته، د طالبانو مشر د راه فردا تلوېزیون د نشراتو بندولو او د محقق د ملکیتونو او مالونو د مصادره کولو امر ورکړی دی.

رخشانه: یوې خبر لرونکې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه امر پرون (شنبې د کب ۹ مه) د طالبانو د استخباراتو له لوري عملي شوی دی.

د سرچینې په وینا، د راه فراد تلوېزیون د فعالیت بندول او د دغه تلوېزیون د ودانۍ او د کابل په لوېدیځ کې د دوه نورو ودانیو په ګډون د محمد محقق د ټول ملکیت او مالونو د مصادرې حکم په «مستقیم» ډول د طالبانو د مشر له خوا صادر شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې د شنبې په شپه د راه فردا تلوېزیون کارکوونکي د دې رسنۍ له ودانۍ ایستل شوي، رسنۍ مهر و لاک او ساختمان یې مصادره شو.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق دوه ورځې وړاندې له پاکستان سره د طالبانو نښتو ته په غبرګون کې پر پاکستان د طالبانو بریدونه «تېري کوونکي او ترهګر پالوونکي» وبلل.
هغه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان په تېري کوونکو او ترهګر پالونکو سیاسیتونو سره د سیمې امنیت ګډوډوي او زموږ ګران هېوادوال په یوه ناغوښتل شوي جګړه کې ښکېلوي او په خاورو وینو کې یې لتاړوي.»

محقق پر دام لیکلي «ښه ګاونډیتوب» له ګاونډیو هېوادونو سره هغه مهال کېدای شي، چې طالبان «په خاوره کې د ننه د سیمې د ترهګرو کړیو تمویل او روزنه» ودروي.

طالبانو هم ویلي، چې د «راه فردا» تلوېزیون د فعالیت بندول او د محمد محقق د ملکیت او مالونو د مصادرې امر یې د پاکستان سره د دې ډلې د جګړې په اړه د محقق د دریځ نیونې او «پر افغان ملکي وګړو باندې د پاکستان د هوايي بریدونو روا ګڼلو» په غبرګون کې صادر کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په خپله اېکس پاڼه لیکلي «محقق د بې بنسټه څرګندونو او د دښمن د تحریکولو هڅه کوي، په افغانستان کې ملي یووالي ګواښ او د عمومي افکارو په غوښتنه» دا اقدام لازم او مناسب بلل شوی دی.

تر اوسه محقق د راه فردا تلوېزیون د فعالیت بندېدو او د ملکیت د مصادرې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

راه فردا تلوېزیون د روان کال په غوايي میاشت کې د دغه رسنۍ د کارکوونکو د شکایت او د هغوی د تنخواو د نه ورکړې له آمله ځنډول شوی وو.

دغه تلوېزیون د فعالیت تر دوه میاشتې درېدو وروسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۳ مه خپلې خپرونې بیا پیل کړې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د راه فردا تلوېزیون د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند د مشر محمد محقق په امتیاز په کابل ۱۳۸۵ کې په کابل کې جوړ او په رسمي توګه پیل شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغان رسنیو د ملاتړ بنسټ په جلا جلا اعلامیو کې د طالبانو له لوري د راه فردا تلوېزیون بندول او د محقق د مالونو مصادره کول محکوم کړي دي.

دې دواړو بنسټونو د طالبانو دا اقدام د بیان د خپلواکۍ او د هېواد د رسنیو د آزادۍ د بنسټیزو اصولو خلاف بللی او د هغه د خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه