د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: طالبانو د ښځو په محرومولو سره پر جنسیتي توپیر ولاړ جوړښت رامنځ ته کړی

2 مارچ 2026
معترضې ښځې: طالبانو د ښځو په محرومولو سره پر جنسیتي توپیر ولاړ جوړښت رامنځ ته کړی

د افغان ښځو د تاریخ بدلون، د ښځو د خپلواکۍ څراغ او آزادۍ غوښتونکو ښځو اعتراضي غورځنګونو ویلي، طالبانو د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره یو داسې جوړښت رامنځ ته کړی، چې پر تبعیض او جنسیتي توپیر ولاړ دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګونو غړو نن (یکشنبې د کب ۱۰مه) د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې په درشل کې په جلا جلا اعلامیو کې لیکلي، د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه ده.

د افغان ښځو د تاریخ بدلون اعتراضي غورځنګ وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځې په نړۍ کې د خپلو تر ټولو د یوه تیاره او سیستماتیک ډول سره مخ دي.

د معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې نن پر افغان ښځو او نجونو تېرېږي، نه یوازې له بشري حقونو سخته سرغړونه ده، بلکې د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه ده.»

دوی ویلي، طالبان د زده کړو، کار، سیاسي ګډون، د تګ راتګ خپلواکۍ، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي او له ټولینز ژوند څخه د ښځو په محرومولو سره، پر تبعیض او منظم جنسیتي حذف ولاړ جوړښت رامنځ ته کړی دی.
معترضو ښځو ټینګار کړی، چې دغه محدودیتونه د «نړیوالو بشري حقونو د اسنادو، له هغې جملې د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لرې کولو کنوانسیون (CEDAW)تر پښو لاندې کول دي.»

دوی ویلي، په افغانستان کې روان وضعیت د «جنسیتي توپیر» ښکاره بېلګه ده او باید د یوه نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او جرم وګڼل شي.»

د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ غړو ویلي «نړیواله ټولنه مکلفه ده، چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې د جنسیتي توپیر چلند د په رسمیت پېژندلو پروسه ګړندۍ کړي او د حساب ورکولو لپاره کړنلارې فعالې کړي.»

دوی زیاته کړې، چې طالبان د بشري حقونو د پراخو او سازمان شویو سرغړونو، د ښځو د منظمو ځپلو او د جوړښتي تاوتریخوالي څخه د ملاتړ په دوام، د نړیوالو ترهګرو ډلو په تور نوملړ کې باید ځای کړای شي.

معترضو ښځو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو تاریخي او حقوقي مسوولیت له سمبولیکو پرېکړه لیکونو له صادرولو ورپورته دی او دا بنسټونه مکلف دي، چې د افغان ښځو د ملاتړ، عدالت د خوندیتوب او د دې هېواد د وګړو د اساسي حقونو د بېرته راګرځولو لپاره عملي او ګټور ګامونه پورته کړي.
د ښځو د آزادۍ څراغ غورځنګ غړو هم په یوه اعلامیه کې د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د «عدالت لپاره د مبارز، برابرۍ، آزادۍ او انساني کرامت» ورځ بللې ده.
د دې اعتراضي غورځنګ غړو د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او بنسټیزو خپلواکیو د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې سره وايي، د دې وضعیت پر وړاندې باید چوپتیا غوره نه شي او د زده کړې، کار، خپلواکۍ او ژوند لپاره د برابرۍ غوښتونکې شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د آزادۍ غوښتوونکو ښځو اعتراضي غورځنګ هم په یوه اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي «دا په نړۍ کې د مارچ د اتمې پنځم ځل نمانځنه ده، چې له افغان ښځو پرته لمانځل کېږي او دا مناسبت د افغان ښځو او نجونو له آزادۍ پرته هېڅ مانا نه لري.»

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، د ښځو حذفول د یوې ټولنې د راتلونکې له منځه وړل دي. هغوی ټینګار کړي، چې د افغان ښځو فردي خپلواکي، زده کړه او د کار حق د ښځو له انساني او بنسټیزو حقونو څخه دی او هېڅ وخت د معاملې وړ نه دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه