د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د طالبانو او پاکستان په وروستۍ جګړو کې ۴۲ ملکیان وژل شوي

3 مارچ 2026
یوناما: د طالبانو او پاکستان په وروستۍ جګړو کې ۴۲ ملکیان وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) اعلان کړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (سه شنبې د کب ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دغه شمېر ملکي وکړي «د مخامخ ډزو له امله» په پکتیا، ننګرهار، کونړ او خوست کې وژل شوي او ټپیان دي.

اعلامیه کې راغلي: « فبروزۍ د ۲۶ مې د شپې له وروستیو د ۲۰۲۶ د مارچ تر ۲مې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لږ تر لږه ۱۴۶ پېښې ثبت کړې. په دې شمېر کې ۴۲ وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېر لومړني شمېرې وړاندې کوي.»
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړې د ملکي وګړو د تلفاتو په زیاتوالي او د هغو د بشري پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

یوناما ویلي، دا جګړې به په افغانستان کې بد بشري وضعیت لا پسې خراب کړي.

یوناما د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د درېدو غوښتنه کړې او د غیرنظامیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو او بشري پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی .

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې نړیوالو قوانینو ته په خپلو ژمنو او بشردوستانه نړیوالو قوانینونو ته ژمن پاتې شي او د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.

دې بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له قوله لیکلي، چې د جګړې له امله د پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست څخه شاوخوا ۱۶ زره او څلور سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

همدارنګه یوناما ویلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړې په سرحدي سیمو کې اړمنونو کسانو ته د خدماتو وړاندې کول هم تر اغېز لاندې راوستي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړ له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوې او تر اوسه دوام لري.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه