د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له ورکېدو څلور کاله وروسته، پولیس د مژګان عیني قضیه د قتل په توګه څېړي

4 مارچ 2026
له ورکېدو څلور کاله وروسته، پولیس د مژګان عیني قضیه د قتل په توګه څېړي

کاناډا کې د پیل سیمې پولیسو اعلان کړی، چې دوی د یوې افغان ښځې او د ملګرو ملتونو د یو پخواني دیپلومات د مېرمنې مژګان عیني د ورکېدو قضیه د قتل په توګه څېړي.

رخشانه: د پیل پولیسو دوشنبې (د کب ۱۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، ۳۸ کلنه مژګان عیني چې د «سارا» یا «ساره» په نومونو هم پېژندل کېده، په میسیساګا کې کویین فردریکا درایو او داندس اسټریټ ایسټ کې ژوند کاوه.

اعلامیې راوړي، مېرمن عیني د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې ورکه شوې وه او د هغې قضیه اوس د قتل په توګه څېړل کېږي او د دې پېښې په اړه یو شکمن کس پېژندل شوی دی.

د پیل پولیسو د مژګان عیني د قتل په تړاو د پېژندل شوي شکمن کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي او معلومه نه ده، چې هغه د عیني خاوند دی که څنګه.

د پولیسو په وینا، په افغانستان کې د هغې د کورنۍ غړو وروسته له هغې، چې اوږد وخت یې اړیکه ورسره نه شوای نیولای، د تېر میلادي کال په جون میاشت کې یې د هغې د ورکېدو راپور ورکړی دی.
د پیل پولیسو ویلي، د پلټونو او د هغې د کورنۍ له غړونو، همکارانو او ملګرو سره د خبرو اترو پر بنسټ، د بانکي حسابونو، تلېفوني سوابقو، روغتیايي تاریخ بیا کتنې پر بنسټ، دوی د ۲۰۲۲ د جون راهیسې د هغې د ژوندي پاتې کېدو په اړه هېڅ شواهد نه دي موندلي.

د پولیسو په اعلامیه کې راغلي، له دې وړاندې هم د مژګان عیني د مېړه په وړاندې د امریکا په نیویارک کې د برید او هلو ټکولو ادعا شوې وه، خو د ديپلوماتیک خوندیتوب له امله هېڅ تور نه دی پرې ثبت شوی.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې یو شمېر رسنیو د یوې افغان ښځې او د ملګرو ملتونو د پخواني دیپلومات د مېرمنې مژګان عیني د خور له قوله د هغې د ورکېدو راپور ورکړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د مژګان عیني وژنه د افغان ښځو د وژنې په لړ کې وروستۍ ده، چې له هېواده بهر د هغوی د مېړونو یا د کورنۍ د غړو له خوا ترسره کېږي. ورته قضیې په استرالیا او کاناډا کې هم پېښې شوې دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه