د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: افغان ښځې او نجونې د نړۍ سمبولیک پیوستون نه، بلکې خپل حقونه غواړي

7 مارچ 2026
بنټ: افغان ښځې او نجونې د نړۍ سمبولیک پیوستون نه، بلکې خپل حقونه غواړي

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د مارچ اتمه د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، افغان ښځې او نجونې د نړۍ سمبولیک پیوستون نه غواړي، هغوی خپل حقونه غواړي.

رخشانه: بنټ نن (شنبې د کب ۱۶ مه) په یوه ویډیو کې ویلي، افغان ښځې او نجونې غواړي، د یوه انسان په توګه د ژوند حق ولري.

نوموړي د طالبانو تر کټرول لاندې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د عدالت، برابرۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

بنټ ویلي، طالبانو په تېرو څه باندې کلونو کې پرجنسیتي تبعیض ولاړ نظام رامنځ ته کړی، هغه نظام چې د بنټ په وینا «چې د ښځو د حذف، بېلوالي او دوی د واکمنۍ» لپاره پلان شوی دي.

ده د افغان ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو په اړه د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، هغوی لا هم تسلیم شوې نه دي او د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره یې مبارزې ته دوام ورکړی دی.
نوموړي و ویل: «افغان ښځې او نجونې څه که په جلاوطنۍ کې دي او که د هېواد د ننه، تر ځمکې لاندې ښوونځي رهبري کوي، اعتراضي غورځنګونه اداره کوي، په سختو شرایطو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، د بشري حقونو سرغړونې مستندوي او د خپلو حقونو او هېواد د راتلونکې لپاره مبارزه کوي.»

بنټ له نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې وايي، د نړیوالو مرستو کمېدل به د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند ویجاړونکی اغېز لري.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دغه راز نوموړي د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو چې د بنټ په اند د ځپلو سره سره لا هم خپلو مبارزو ته دوام ورکوي د ملاتړ غوښتنه کړې.

ځانګړي راپور ورکوونکي له زده کړو د نجونو محرومیت ته په اشارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له بدیلو لارو په دې برخه کې پانګونه وکړي. هغه و ویل: «نړۍ باید اجازه ورنه کړي، چې د نجونو یو بشپړ نسل له راتلونکې او فرصت څخه محرومې شي.»

هغه همدارنګه له طالبانو سره د نړیوالو په اصولي تعامل ټینګار وکړ وايي «له طالبانو سره تعامل خپلو حقونو ته د ښځو د لاسرسي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو پرته نه باید عادي شي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي ارپور ورکوونکي په پای کې ټینګار کړی، چې سیاسي پروسې باید د افغان ښځو او نجونو حقونو په مرکز کې ځای پر ځای کړي او ښځې د هېواد د راتلونکې پوړې اړوند غونډو کې شاملې کړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه