د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بېښنې نړیوال سازمان: د طالبانو جزايي اصول نامه به تاوتریخوالی لا بنسټیزه کړي

7 مارچ 2026
د طالبانو جزايي اصول نامې، د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او مجرمانو د خوندیتوب زمینه برابر کړې

د طالبانو د محکمو د جزايي اصولو توشېح ته د غبرګونونو پر دوام د بښنې نړیوال سازمان وايي، دغه سند د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض لا بنسټیز کوي او په بشري حقونو پراخ او شاته تګ اغېز لري.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ (جمعه د کب ۱۵ مه) په یوه بیانیه کې لیکلي، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه «ان غلام ساتنه په رسمیت پېژني او د ډېری جرمونو لپاره د اعدام سزا په پاکې نیول شوې ده.»

د بښنې نړیوال سازمان په بیا کې راغلي دا سند «د جرمونو د یوې مبهمې او پراخې لړۍ اړوند سازګانې او احکام مشخصوي، کورني تاوتریخوالي یوازې په هغو قضیو کې جرم ګڼي چې د ښځې هډوکي مات شوي یا ښکاره ټپونه ولري.»

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا څانګې مدیرې اسمریتي سینګ وايي «دا مقرره یو حقوقي نظام چې له وړاندې ځپوونکی وو لا سخت او له تاوتریخوالي ډکوي.»
هغې زیاته کړې، د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې پر بنسټ، «ښځې او نجونې د هغه کسانو له ډلې دي، چې تر ډېره [له دغه سند] څخه زیان ویني، ځکه د هغې په ځینو موادو کې کورني تاوتریخوالی عادي ښودل کېږي او د ښځو په تګ راتګ او خپلواکۍ لا زیات محدودیتونه تپي.»

نوموړې ټینګار کړی، چې «د سخت مذهبي اطاعت او د ټولنیزې طبقه بندۍ پر بنسټ د سزا ټاکلو پورې اړوند مقالې به تبعیض لا ژور کړي او په ټولنه کې به تر ټولو بې وزله او تر ټولو څنډې ته شوي خلک په نښه کړي.»

د بښنې نړیوال سازمان د دې «ځپوونکې مقررې» د لغوه کولو یا اصلاح غوشتنه وکړه تر څو هغه د بشري حقونو د نړیوالو نورمونو سره برابرې کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې سازمان همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې دا مقرره په پرېکنده توګه محکومه کړي او پر طالبانو فشار راوړي تر څو د بشري حقونو پراخو او بنسټیزو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي.

د روان کال د جنورۍ په پنځمه نېټه، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه په غیررسمي ډول د دې د مشر هیبت الله اخوندزاده له خوا لاسلیک او خپره شوه. د سند د محتوا لاسلیک د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخه اندېښنې راپورته کړې دي.
د بشري حقونو فعالانو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو دغه قانو د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف وباله ویلي یې دي، طالبانو د دې قانون په توشېح سره خپلو جنایتونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه