د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له کوره بهر د ښځې غږ اورېدو بندیز: ننګرهار کې یوې ښځې د پاکستان ضد شعارونه ورکول

7 مارچ 2026
له کوره بهر د ښځې غږ اورېدو بندیز: ننګرهار کې یوې ښځې د پاکستان ضد شعارونه ورکول

سره له دې چې له کوره د باندې د ښځې په غږ اورېدو بندیز لګول شوی، خو ننګرهار ولایت کې یوې مېرمنې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د یوې غوڼدې پر مهال د پاکستان ضد شعارونه ورکول.

رخشانه: طالبانو نن (شنبې د کب ۱۶ مه) د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې په خپل ملاتړ او پر هېواد د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د خلکو یوه لویه غونډه رابللې وه.

په دې اعتراضي راټولېدنه کې، چې د جلال آباد ښار په شېرزي ورزشي لوبغالي کې جوړه شوې وه، د یو شمېر ښاریانو، د ښوونځیو او دیني مدرسو د زده کوونکو په ګډون یوې ښځې هم ګډون درلود.

په یوه ویډیو کې چې د دې غونډې له جریان څخه د رخشانۍ رسنۍ لاس ته ورغلې، یوه چادرۍ اغوستې ښځه لیدل کېږي، چې د طالبانو په ملاتړ «مرګ پر پنجاب» شعار ورکوي.
دې ښځې پر داسې مهال په دې غونډه کې ګډون کړی او د طالبانو په ملاتړ او پاکستان ضد یې شعار ورکاوه، چې طالبانو له کوره د باندې د ښځي غږ اورېدل ممنوع او حرام بولي.

نن سهار اطلاعات روز ورځپاڼې هم په یوه راپور کې لیکلي، طالبانو په زور او د پیسو د ورکړې پر بنسټ په ننګرهار کې خلک دې ته هڅوي، چې د پاکستان پر ضد جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

دغه ورځپاڼې لیکلي، طالبانو د ننګرهار ولایت د ولسوالیو په مرکزونو کې قومي مخورو ته امر کړی، چې هر یو له دوی به ۲۰ تنه له ځانه سره دې غونډې ته راولي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

طالبانو د پاکستان له لوري د هېواد پر ځینو برخو تر بریدونو وروسته د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي دې ته هڅولي، چې د دوی په ملاتړ او د پاکستان پر ضد اعتراضي غونډې جوړې او ګډون په کې وکړي.

دې ډلې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ښځو د زده کړې د محدودلو تر څنګ ښځې له کور بهر، په دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو له کاره په راګرځولو سره هغوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه