د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغان ښځې عدالتي کړنلارو ته تر نارینه وو څلور ځله کم لاسرسی لري

8 مارچ 2026
ملګري ملتونه: افغان ښځې عدالتي کړنلارو ته تر نارینه وو څلور ځله کم لاسرسی لري

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي، افغان ښځې د نارینه وو په پرتله، رسمي عدالتي میکانېزمونو ته څلور برابره کم لاسرسی لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د کب ۱۷ مه) د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د یوې نظرسنجۍ له مخې، ډېری افغان ښځې د اختلافاتو د حل کولو یا د مجرمینو د مسوول ګڼلو لپاره له خوندي یا اغېزمنو لارو بې برخې دي.

یوناما وايي، دا وضعیت د افغان ښځو او نجونو لپاره مجوده کړکېچ چې له د مخه د طالبانو له خوا د یو لړ محدودیتونو سره مخ دی، لاپسې زیاتوي.

افغانستان کې د یوناما مشر جورجت ګانیون ویلي: «که چې د ټولنې یوه لویه برخه د اختلافاتو د حل یا د ملاتړ موندلو د هڅو لپاره له خنډونو سره مخ وي، پر بنسټونو باور کمېږي او ټولنې او افراد د زیاتونو په وړاندې له زیانمن کېږي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن هم ویلي، عدالت ته لاسرسی یو بنسټیز حق او د امنیت او انساني کرامت د بنسټ ډبره ده.

هغې زیاته کړې: «کله چې ښځې له عدلي بنسټونو ایستل کېږي، نو د دوی خوندیتوب، خپلواکي او پاتې لږ فرصتونه، چې دوی یې له کوره بهر د مرستې غوښتلو لپاره لري زیانمنېږي. دا په ځانګړې ډول د هغو ښځو لپاره مهم دي، چې د کورني تاوتریخوالي سره مخ دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

یوناما ویلي، ۱۴ سلنه مېرمنو چې په دې نظرپوښتنه کې یې ګډون کړی ویلي یې دي، چې د خپلو ستونزو او اختلافاتو د حل لپاره رسمي خدماتو ته لاسرسی لري، یوناما وايي، دا په نارینه وو کې ۵۳ سلنه ده.

ښځې په لویه کچه د دې وضعیت لامل د طالبانو له خوا د مهمو ادارو او کړنلارو د ځندولو، د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون د حقوقي سکتور څخه د ښځینه متخصصینو لرې کول او د ښځو پر بنسټ د خدماتو د مرکزونو د لوی شمېر له لاسه ورکولو ته منسوب کړی دی.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه، چې د روان کال په پیل کې په غیر رسمي ډول توشېح شوه، د هغو ښځو لپاره اضافي خنډونه رمنځ ته کړي دي، چې د عدلي سیستم له لارې د خوندیتوب یا حساب غوښتنې په لټه کې دي.

د اختلافاتو د حل غیررسمي میکانېزمونو ته د ښځو لاسرسی، لکه سیمه ییزې جرګې او شوراګانې چې په دودیز ډول د سیمه ییزه مشرنو او ملکانو له خوا تر سره کېږي، د ښځو لږ استازي لري محدود دی، او دې کار د دعواوو او امنیت د تضمین لپاره د ښځو وړتیا کمه کړې ده.

د نظر پوښتنې کډونوالو عدالت ته د ښځو د لاسرسي د ملاتړ لپاره د ادارو د پیاوړتیا، د سیمه ییزو دعواو د حل لپاره د ښځو پر محور کړنلارو د بیا ژوندوي کولو، د محرمو مشورو ملاتړ او د حقوقي، رواني او محافظتي خدماتو وړاندې کولو لپاره د ملاتړ مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۶ کال د ښځو د نړیوالې ورځې شعار «د ټولو ښځو او نجونو لپاره حقونه، عدالت او عمل» دی او یوناما عدالت ته د برابر لاسرسي په وړاندې د خنډونو په لرې کولو، د تبعیضي قوانینو او نورمونو په ننګولو او د ملاتړ خدماتو په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه