د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د مارچ اتمې ته غبرګونونه، د ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه او پر زده کړه ټینګار

8 مارچ 2026
د مارچ اتمې ته غبرګونونه، د ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه او پر زده کړه ټینګار

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې سره سم، یو شمېر سیاسي څېرو دې ورځې ته په غبرګون کې له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه او پر زده کړه ټینګار کړی دی.

رخشانه: د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي نن (یکشنبې د کب ۱۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی.
نوموړي لیکلي، د ښځو او نجونو حقونه د کورنیو، ټولنې او د افغانستان د راتلونکې لباره خورا ارزښت لري.

د برېتانیا استازي د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریوالي پای ته رسولو ژمنه کړې وايي، د ښځو او نجونو حقونو ته د خپل هېواد په سیاست کې ځای ورکوي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن د مارچ د اتمې په مناسبت یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه کړې ده.
کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «یو ځل بیا ټينګار کوم، چې تر هر څه ژر د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې باید د نجونو او ښځو پر مخ پرانستل شي، کار او په ټولنه کې فعال حضور ته د هغوی زمینه برابره کړای شي، تر څو زموږ هېواد د خپلو اولادونو پر توان او تکیه پرمخنګ وکړي، هوساینې ته ورسېږي او د بهرنیو له اړتیا خلاصون ومومي.»
پخواني ولسمشر د هېواد په پرمختګ کې د ښځو رول ته اشاره کړې لیکلي یې دي «ښځو او نجونو په بېلا بېلو پړاونو کې د نارینه وو سره اوږه پر اوږه د افغانستان په وده او پرمختګ کې ښکاره رول او ارزښتمنده برخه درلوده.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائوا) هم په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ لیکلي، کله چې ښځې هوسا شي، افغانستان هم ځواکمن کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه