د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق: په نجونو د طالبانو محدودیتونه به یو نسل له زده کړو او فرصتونو محروم کړي

10 مارچ 2026
فایق: په نجونو د طالبانو محدودیتونه به یو نسل له زده کړو او فرصتونو محروم کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل کېږي، چې یو بشپړ نسل د زده کړې له حق او فرصتونو محروم شي.

رخشانه: فایق دوشنبې شپه (د کب ۱۸ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، طالبان د افغانستان پر خلکو د خپلې واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې دي.

هغه و ویل: «نړیوالې ټولنې او دې شورا ته روښانه شوې، چې طالبانو په دې موده کې د بدلون، اعتدل یا د خلکو له واقعیتونو سره د تعامل په پار هېڅ ګام نه دی اخیستی. پرعکس د هغوی سیاستونه ورځ تر بلې سخت، انحصاري او ځپوونکي شوي دي.»

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له ټولنیز، بشردوستانه، اقتصادي او سیاسي ژور بحران لاندې دی. هغه بحران چې د هغه په وینا، د طالبانو پر ځپنې او ډار ولاړې واکمنۍ مستقیمه پایله ده.

فایق ویلي، د ښځو او نجونو له اساسي حقونو او خپلواکیو سیستماتیک محرومیت، د بنسټونو فاشل کېدا، د بشري حقونو پراخه سرغړونې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو او غیرنظامي وګړو هدفي وژنې، د بېوزلۍ زیاتوالی او د ناهیلۍ پراختیا، افغانستان د لا ژورې انزوا او بحران لور ته کش کړی دی.

فایق د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته اشاره کړې وايي، دغه محدودیتونه د دې سبب کېږي، چې یو بشپړ نسل د زده کړې له حق او فرصتونو محروم شي.

نوموړي «په افغانستان کې له یوه لوی بشري ناورین څخه د مخنیوي په پار د ملګرو ملتونو، نړیوالو همکارانو او مرستندویه هېوادونو» د رول ستاینه کړې ویلي یې دي، بشري مرستې تل پاتې حل لار نه ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

هغه د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو ته هم اشاره کړې وايي، د راپورونو پر اساس د روان میلادي کال د مارچ تر ۷ مې نېټې پورې لږ تر لږه ۱۸۵ تنه مړه او ټپیان شوي، چې ۵۵ سلنه د هغو ښځې او ماشومان دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دواړو اړخونو تر منځ د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې ویلي یې دي، پاکستان باید د افغانستان پر ملکي سیمو او حیاتي بنسټونو خپل بریدونه ودروي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه