د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د ۷ ښځو په ګډون ۵۰ تنه په دورو وهلي دي

12 مارچ 2026
طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۴ تنه په دورو وهلي

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د اووه ښځو په ګډون ۵۰ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، په اروزګان، نیمروز، بلخ، غور، کابل، زابل، بدخشان، تخار او بامیانو کې، د غلا، له کور او زندان نه تېښتې، له واده بهر جنسي اړیکې، اخلاقي فساد، نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق او د جوارګرۍ په تورونو په دورو وهلي دي.

شنبې د (کب ۱۶ مه) اروزګان، نیمروز او بلخ کې شپږ تنه د غلا، کور او زندان نه تېښتې او له واده بهر جنسي اړیکې په تورونو په دورو وهل شوي دي.

څلور تنه د غلا او له کور او زندان نه د تېښتې په تور د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او له دوه تر شپږ میاشتو تنفذي بند هم محکوم شوي.

یو تن د غلا په تور د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې د خلکو په وړاندې ۳۰ دورې وهل شوی او په درې کاله تنفذي بند هم محکوم شوی دی.
یو تن له واده بهر جنسي اړیکې په تور د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوی دی.
یکشنبې د (کب ۱۷ مه) غور او کابل ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۲۴ تنه د اخلاقي فساد، نشه کوونکو ګولیو د پلور او قاچاق په تورونو په دورو وهل شوي دي.

د درې ښځو په ګډون شپږ تنه د اخلاقي فساد په تور د غور مرکز ښار کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي. معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند اورول شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

۱۸ تنه بیا د نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق او چرسو په تور په کابل کې له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي او په اووه تر درې کلونو تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

چهارشنبې د کب (۲۰ مه) د دو ښځو په ګډون ۱۱ تنه، له کوره د تېښتې، الکولي مشروباتو د پلور او لېږد، نامشروع اړیکې او جوارګرۍ په تور په زابل، بدخشان او تخار ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه له کوره د تېښتې په تور د زابل ولایت میزانه ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په څلور او پنځه کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

درې تنه د الکولي مشروباتو د لېږد او پلور په تور د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په دوه کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه د نامشروع اړیکې لرلو او جوازګرۍ په تور د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې و وهل شول او له یوه تر پنځو کلونو په بند محکوم شول.

پنشنبې د (کب ۲۱ مه) د دوه ښځو په ګډون ۹ تنه د الکولي مشروباتو د پلور، له واده بهر جنسي اړیکې او غلا په تورونو په بلخ او بامیان ولایتونو کې وهل شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه د الکولي مشروباتو د پلور او له واده بهر جنسي اړیکې په تور د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي. معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره بند سزا اورول شوې ده.

دوه تنه د غلا په تور د بامیان مرکز بامیان ښار کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوي دي او په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

یوه ښځه له واده بهر جنسي اړیکې په تور د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۵ دورې وهل شوې. معلومه نه ده، چې دې ښځې ته څومره بند سزا اورول شوې ده.

سره له دې، چې د بشري حقونو سازمانونو او د بشري حقونو فعالانو په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا د انساني اصولو خلاف عمل بللی او هغه یې غندلي دي، خو طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو واکمنۍ کې، د ښځو په ګډون سلګونه تنه په عام محضر کې په دورو وهلي او لږ تر لږه ۱۲ تنه یې په دې موده کې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه