د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کندوز کې یوه قابله د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوې

16 مارچ 2026
کندوز کې یوه قابله د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوې

کندوز کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې یوه قابله د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوې ده.

رخشانه: کندوز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ځايي رسنیو ته ویلي، دغه پېښه د پنشنبې په ورځ مازیګر مهال (د کب ۲۱مه) د امام صاحب ولسوالۍ د مرکز څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې کله دا قابله له خپل کتنځي څخه د کور پر لور روانه وه.

خاکسار زیاته کړې، چې پر دې قابله د ناپېژانده کسانو له خوا د چاقو ګذارونه شوي او ژوند یې بایللی دی.

طالبانو ویلي، د دې پېښې د روښانه کولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د دې قابلې ښځې د هویت او عمر په اړه څه نه دي ویل شوي او معلومه نه ده، چې په کوم دلیل وژل شوې ده.

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې دا قابله عدالت حمیدي نومېده او د تاجکستان د کولاب وکړې وه.
د راپورنو له مخې، دې قابلې کابو دوه کاله د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په ۵۰ بستریز روغتون کې په نسايي ولادي برخه کې کار کړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

راپورنه دا هم وايي، چې دغه قابله د شنبې په ورځ د امام صاحب ولسوالۍ د رابط په سیمه کې په خپل کور کې د ناپېژنده کسانو له خوا وژ شوې او جسد یې پرون تاجکستان ته لېږدول شوی دی.

د تاجکستان دولت تر اوسه د دې قابلې د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه