د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د افغان ښځو او نجونو منظمه ځپنه لا هم دوام لري

16 مارچ 2026
ملګري ملتونه: د افغان ښځو او نجونو منظمه ځپنه لا هم دوام لري

د ملګرو ملتونو کاري ډلې د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په اړه ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکه ځپنه لا هم دوام لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د کب ۲۵ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې اوونۍ غونډه کې په دې اړه خبرې اترې شوې دي.

د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو کاري ډلې ویلي، د امنیت شورا په ناسته کې له ثانوي او لوړو زده کړو او د ممنوعیت د لغوه کولو او له عمومي ژوند څخه د ښځو په نه حذفولو ټيڼګار وشو.
دې بنسټ د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې توشېح ته په اشارې ویلي، دا سند تبعیض بنسټیز کوي.

د ښځو او نجونو د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو کاري ډلې، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د حل لپاره د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ د دوشنبې په شپه، د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ناسته تر سره کړه. د دې ناستې ګډونوالو پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه روښانه او د هغو پر لغوه کېدو یې ټيڼګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) سرپرستې جورجټ ګانیون، په دې ناسته کې ویلي وو، پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه «نه یواز د ښځو او نجونو، بلکې د ټولو خلکو لپاره» زیان راوړونکي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، په دې ناسته کې ویلی وو، طالبان پر افغان وګړو د خپلې واکمنۍ د پنځم کال د تحمیلولو په درشل کې دي.

نوموړي ویلي وو، طالبانو په دې موده کې د بدلون، عدالت یا د افغانانو د واقعیتونو سره د تعامل لپاره کوم مانا لرونکی ګام نه دی پورته کړی. پرعکس د دوی سیاستونه او پالیسۍ ورځ تر بلې ځپوونکې، سختې او انحصاري شوې دي.

فایق د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان هغه هېواد وباله، چې لا هم د ژور ټولنیز، بشري، اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ دی. هغه بحران چې د هغه په وینا، د طالبانو د واکمنۍ نېغه پایله ده، چې پر ځپنې او ډار ولاړه ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه