د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: پر کابل د پاکستان په هوايي برید کې لګسونه کسان مړه او ټپیان شوي

17 مارچ 2026
یوناما: پر کابل د پاکستان په هوايي برید کې لګسونه کسان مړه او ټپیان شوي

انځور: خامه‌پرس

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، کابل ښار کې د په نشه د روږدو د درملنې په مرکز «امید» باندې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رخشانه: یوناما نن (سه شنبې د کب ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، کابل کې یوه پېښه رامنځ ته شوې، خو مشخصه کړې یې نه ده، چې په دې مرکز د پاکستان په برید کې څومره کسان وژل شوي او ټپیان دي.

طالبانو نن سهار اعلان وکړ، چې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ ټپیان دي.

طالبان وايي، د ژغورنې عملیات دوام لري او دا شمېرې هم وروستۍ نه دي.

یوناما پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو برید ممنوع بللی وايي، په جګړیزه شرایطو کې «ناروغو کسانو او ټپیانو، روغتیايي کارکوونکو، روغتونونو او آمبولانسونو ته باید درناوی وشي.»

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه کې ملکي وګړي بیه پرې کوي.

د یوناما په وینا، د فبرورۍ د ۲۶ مې د مارچ تر ۱۶ مې مخکې یې افغانستان کې د لږ تر لږ ۷۶ ملکي وګړو د وژل کېدو او د ۲۱۳ تنو ټپي کېدل مستند کړي دي.

دې بنسټ یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند غوښتونکی شوی او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې وايي، لږ تر لږه ۶ روغتیايي مرکزونه تر اغېز لاندې راغلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم قبریسوس په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د روغتیا نړیوال سازمان د دې پېښو د تایید او څېړنې په حال کې دی.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

هغه زیاته کړې، د جګړو زیاتوالي پر روغتیايي نظام فشارونه وارد کړي او د زیان مننونکو ټولنو د روغتیا او هوساینې لپاره ګواښونه زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې کړکېچ راکم کړي او سوله او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه