د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ایمرجنسي روغتون: د یوې ښخې په ګډون ۲۷ ټپیان راوړل شوي

17 مارچ 2026
ایمرجنسي روغتون: د یوې ښخې په ګډون ۲۷ ټپیان راوړل شوي

ایمرجنسي روغتون اعلان کړی، چې کابل ښار کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان د هوايي برید په ترڅ کې د یوې ښخې په ګډون ۲۷ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

رخشانه: ایمرجنسي روغتون نن ماښام (سه شنبې د کب ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا ۲۷ تنه ټپیان کابل کې د دې روغتون د جګړې قربانیانو د جراحۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.

د دې روغتون په اعلامیه کې راغلي: «په ټیانو کې چې ټول غټان دي، یوه ښځه هم شته. د دو تنو روغتیايي وضعیت کړکېچن دی. درې تنو روغتون ته د رسېدو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی وو.»

افغانستان کې د ایمرجسنی د پروګرامونو مدیر دیان پانیک ویلي دي: «موږ په خپل روغتون کې ۲۷ تنه منلي او اړتیا شوه، چې د ډله ییزو تلفاتو پروتوکولونه مو فعال کړو.»
هغه زیاته کړې، چې د روغتیايي تاسیساتو باید تل درناوی وشي.
پانیک پر دوام ټینګار کړی چې «په وروستیو میاشتو کې وضعیت لا خراب شوی، په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې، هغه ځای چې په ۲۰۲۱ کال کې د جګړو د پای ته رسېدو له وخته داسې بریدونه نه وو لیدل شوي.»
هغه ویلي، وروستي پېښه څو اوونۍ وړاندې رامنځ ته شوه، چې له هغې وروسته، څو تنه ټپیان، له هغې جملې ښځې او ماشومان دې روغتون ته راوړل شول.»

طالبانو اعلان کړی، چې کابل ښار کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې ډلې ویلي، په دې مرکز کې شاوخوا دوه زره تنه تر درملنې لاندې وو.

کابل کې سرچینې وايي، طالبان خپلواکو رسنیو ته د دې پېښې د پوښلو اجازه نه ورکوي او له نورو رسنیو یې هم غوښتي، چې د نظامي مرګ ژوبلې په اړه راپور ورنه کړي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه