د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: کابل کې د معتادینو په مرکز د پاکستان برید کې کابو ۴۰۰ کسان وژل شوي

17 مارچ 2026
طالبان: کابل کې د معتادینو په مرکز د پاکستان برید کې کابو ۴۰۰ کسان وژل شوي

انځور: خامه‌پرس

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ادعا کړې، چې د کابل د څرخي پله په سیمه کې د معتادینونو د درملنې «امید» مرکز د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: پاکستان پر افغان خاوره د خپلو بریدونو پر دوام، د دوشنبې (کب ۲۵ مې) په شپه شاوخوا ۹ بجې یو ځل بیا د کابل ښار ځینې برخې او ننګرهار بمبار کړ.

د طالبانو ویاند وايي، د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اټګل کېدای شي.
طالبان وايي، د کابل څرخي پله په سیمه کې د امید په نوم د نشه يانو د درملنې مرکز کې شاوخوا ۲ زره نشه یان تر درملنې لاندې وو.

رخشانه رسنۍ په رسمي ډول هغه شمېرې چې د طالبانو له خوا خپرې شوې نه شي تاییدولی. تر اوسه پورې روغتونو هم په خپلواکه توګه د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي تایید کړې. کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کابل کې یو خبریال د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو یوازې څو مشخصو رسنیو ته د دې پېښې د خبري پوښښ اجازه ورکړې او نور خبریالان او رسنۍ د پېښې ځای ته نه پرېږدي.
په هغه ویډیوګانو کې، چې پر دغه مرکز د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته په خواله رسنیو خپرې شوې، لیدل کېږي، چې پراخه اورلګېدنه رامنځ ته شوې او لمبې او لوګي آسمان ته پورته کېږي.

طالبانو همدارنګه ویلي، پاکستان په ننګرهار ولایت کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي. دې ډلې نه ده معلومه کړې، چې دا بریدونه مرګ ژوبله لري که نه.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت پر کابل او ننګرهار د دوشنبې شپې د بریدونو ویډیو خپره کړې ده. په خپره شوې ویډیو کې ښودل کېږي، چې پاکستان په کابل کې دوه سیمې تر برید لاندې نیولې دي.

پاکستان ویلي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اړوند مهمات او نظامي مرکزونه په نښه کړي دي.

دې بریدونو د سیاسي څېرو او بشري حقونو د بنسټونو تر منځ پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «له دواړو لورو غواړو، چې تاوتریخوالی راکم کړي، زغم وکړي او نړیوالو قوانینو ته، له هغې جملې د ملکي وګړو او غیر نظامي ځایونو، لکه روغتونونو له په نښه کولو ډډه او درناوی ورته وکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

د بشري حقونو د څار ډلې د آسیايي برخې څېړونکې فرشته عباسي هم دې برید ته په غبرګون کې ویلي، چې غیر نظامي بنسټونه باید په هېڅ صورت په نښه نه شي، او «طالبان باید فورآ دا پېښه وڅېړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي، دا بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف دي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه