عبدالصبور ستیز
په وروستیو لسیزو کې نړۍ او افغانستان د هغې د یوې برخې په توګه چټک ټولنیز، اقتصادي او چاپېریالي بدلونونه تجربه کړي دي. د دې بدلونونو په وړاندې د دوددیزو مشرتابه کړنلارو ناکافي والي ته په پام سره، د مشرتابه یو نوي ډول ته اړتیا ده، یو داسې ډول چې د خواخوږۍ، ګډون کوونکي مدیریت، روڼتیا او د پېچلو ننګونو سره د مقابلې وړتیا پر بنسټ وي.
ګڼ شمېر څېړنې ښيي، چې دا ځانګړتیاوې د « ښځو د مشرتابه» په ډولونو کې په څرګنده توګه بیان شوي دي. د «ښځو له خوا» رهبري کولی شي، د همغږۍ شبکې رامنځ ته کړي، عامه هوساینې ته لومړیتوب ورکړي او په لویه کچه سیاسي، ټولنیز او کلتوري بحرانونو ته ځواب و وايي، د ښځو په رهبرۍ باندې د ځانګړي تمرکز یو بل مهم دلیل نه یوازې د جنسیت عدالت دی، بلکې د پالیسۍ اغېزمنتوب هم دی.
ګڼ شمېر څېړنې ښيي، چې د مشرتابه په پوستونو کې د ښځو شتون په ټولنیزو خدماتو، روغتیا او زده کړه ک د پانګونې زیاتوالي سره تړاو لري. کوم چې د ښه پراختیايي پایلو لامل کېږي. له همدې کبله د ښځو د رهبرۍ هڅول د معاصرو ټولنو لپاره له اخلاقي پلوه قانع کوونکی او په عملي توګه اغېزمن دي.
په دې پړاو کې دا مهمه ده، چې یادونه وکړو، نیوکه کوونکي ډېری وخت دلیل وايي،چې د افغانستان په څېر ټولنې د لوړ پوړو مشرانو (لکه لومړی وزیر یا ولسمشر) په توګه د ښځو د منلو لپاره ټولنیز یا کلتوري چمتوالی نه لري. په هر صورت، تاریخ ښيي، چې کله ښځې د لومړي ځل لپاره د مشرتابه لوړو کچو ته ورسېدې، په نړۍ کې هېڅ ځای «شرایط بشپړ چمتو» نه وو.
شرایطو په تدریجي ډول په کار او استقامت سره وده وکړه، په لوېدیځ کې د نړۍ په کچه د ښځینه مشرتابه معاصرې بېلګې، لکه د کریټینا فرنانډیز، انګیلا مېرکل او جیسندا اردن، ښيي چې ښځینه مشرانې کوی شي د سیاسي او ټولینزو بحرانونو په جریان کې لکه په ۲۰۱۵ کې د آلمان د کډوالو بحران یا ان د نړیوالې روغتیا بېړني حالتونو لکه په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کې د کرونا «کویډ ۱۹» وبا په جریان کې د روڼو او کره شواهدو پر بنسټ پرېکړې کولو له لارې د خلکو باور وساتي.
په اروپا کې د لومړۍ وزیرې په توګه د انګیلا مېرکل نېږدې اوولس کلنه دوره چې په ترڅ کې یې هغې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد رهبري کړه، په مشرتابه کې د ثبات، توازن او عملي کولو یوه بېلګه ګرځېدلې ده. په ختیځ کې په ایران کې د شیرین عبادي «د بشري حقونو د مدافع او مشرې په توګه)، په پاکستان کې د بېنظیر بوټو د لوړوالي، په بنګله دېش کې د شیخ حسینه مشرتابه او ټایوان کې د تسای انګ وین په څېر بېلګې ټولې ښيي، چې د ښځو مشرتابه کولی شي د پام وړ ټولنیز اداري او جوړښتي پرمختګونه رامنځ ته کړي، دا قضیې ښيي، چې که څه هم تاریخ او ټولنیز شرایط په مختلفو هېوادونو کې په پراخه کچه توپیر لري، د ښځو د مشرتابه ډولونه، د مختلفو اډیولوژیکو او کلتوري چاپېریالونو کې د تطبیق او اغېزمن کېدو لپاره لوړ ظرفیت لري.
په افغانستان کې ښځې په ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کې د مخکښانو اوږد تاریخ لري، له همدې امله، د ښځو د حقونو ډېری فعالین او مشران لکه عالیه یلماز، فرخ لقا انچي زاده، قمر رویا اشرفي، زرقا یفتلي، عذرا نعمت، راحله صدیقي او سیما سمر، د سیمه ییزو مدیرانو او کارګرانو روښانه بېلګېو استازیتوب کوي، چې ډېری یې فعالیتونه مستند شوي دي. د خورا سختو شرایطو او په ټولنه کې د نارینه وو د واکمنۍ سره سره، ښځې توانېدلې، چې مانا لرونکې ونډه واخلي. دا تجربې ښيي، چې ښځې توانېدلې ټولنیز خدمات ښه کړي او د پرېکړې کولو جوړښتونو کې د زیان منونکو ډلو غږونه شامل دي.
سره له دې، چې په ټولنه کې د سختو شرایطو او د نارینه وو د واکمنۍ جوړښتونو واکمنۍ وه، ښځې توانېدلې، چې مانا لرونکې ونډې واخلي، دا تجربې ښيي، چې ښځې توانېدلې ټولنیز خدمات ښه کړي او د زیان منونکو ډلو غږونه د پرېکړې کولو جوړښتونو کې راولي.
په ځانګړې توګه د روغتیا سکتور کې د ښځو په مشرۍ سازمانونه او د «سیمه ییزو مېرمنو مشرتابه» بڼې- په ګډون د ثریا دلیل، او حبیبه سرابي په شان څېرو ښودلې، چې د سرچینو تخصیص، د روغتیا خدماتو وړاندې کول او روغتیا پلان کول کولی شي، په افغانستان کې د نارینه وو په مشرۍ چلندونو په پرتله ډېر اغېزمن او ځواب ویوونکي وي، په هر صورت هغه جوړښتي، کلتوري او امنیتي خنډونه چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي، خورا لوی پاتې دي او د ښځو د مشرتابه وړتیا په بشپړ ډول درک کولو لپاره دوامداره ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
د ښځو مشري د افغانستان لپاره یوه عملي حل لار ګڼل کېدای شي، خو نوې حل لارې باید یوازې د زړو ماډلونو تکرار نه شي، دوی باید د معاصرو او سیمه ییزو پېچلتیاوو، برابریو او ټول شمول ګډون په پوهاوي کې رېښې ولري. په افغانستان کې چې لا تر اوسه یې دا ډول چلند په بشپړه توګه نه دی تجربه کړی، د ښځو رهبري، د ټولنیز عدالت د خبرو اترو سره د قوي مدېریتي وړتیا سره یو ځای کول، کولی شي پالیسۍ د ډېرو انساني او دوامداره لومړیتوبونو په لور رهبري کړي، په دې کې د عامې روغتیا او ټولنې پانګونه، د نجونو زده کړه، د ښځو د کار کولو حق، د ټولنیزو خوندیتوب شبکې، او ان د اقلیمي بدلون او ګډوالۍ ته ځواب ویل شامل دي، په دودیر افغان شرایطو کې د ښځو رهبري د هغو لارو چارو رامنځ ته کول دي، چې دواړه د مدني ټولنې وړتیا پیاوړې کوي او د عامه هوساینې پر بنسټ پالیسي جوړونې ته ډېر وزن ورکوي.
د دې لاس ته راوړلو لپاره اوږد مهاله پلان جوړنه، دوامداره ټولنیز تعلیم، د سیمه ییزه او ملي میکانېزمونو رامنځ ته کول، د ځوانو مېرمنو لپاره د مشرتابه پراختیا او قانوني او امنیتي ملاتړ ته اړتیا ده، تر څو ښځې وکولی شي د پرېکړې کولو په ټولو کچو کې په خوندي او موثره توګه برخه واخلي.
په پایله کې د مشرتابه یوه نوې بڼه چې په خواخوږۍ، ګډون، روڼتیا او د ګډو ګټو لومړیتوب ورکولو باندې متمرکزه ده، د ۲۱ مې پېړۍ د ننګونو سره د مقابلې لپاره اړینه ده.
نړیوالې تجربې او د افغانستان بېلګې په ورته ډول ښيي، چې د ښځو رهبري نه یوازې یوه عادلانه مسله ده، بلکې یوه عملي او اغېزمنه حل لاره هم ده، چې کولی شي، د افغانستان په څېر ټولنو لپاره مثبتې او تلپاتې پایلې رامنځ ته کړي، دا بحثونه د ښځو د عدالت په اړه د پراخو بحثونو سره یو ځای، په تېرو څو میاشتو کې په مادرید کې د«HearU» په درېیمه کلنۍ سرمشریزه کې وڅېړل شول، چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت سره په ملګرتیا کې د افغانستان لپاره د ښځو له خوا تنظیم شوې وه، لکه څنګه چې د یوې پېنل بحث څرګنده کړه، ممکن د ښځو لپاره وخت وي، چې نه یوازې د ښځو لپاره بلکې، د ټول افغانستان لپاره کار وکړي، ځکه چې هېواد په بېړني ډول ښځینه مشراتو ته د تلپاتې سولې، برابرۍ او آزادۍ تر لاسه کولو لپاره تر بل هر وخت ډېر اړتیا لري. د دې لید د تحقق لپاره افغانستان باید د هغو هېوادونو څخه زده کړه وکړي، چې نسبتآ ورته کلتوري دودونه لري، جوړښتي خنډونه کم کړي او ښوونیز او اداري ستراتېژیانې تعقیب کړي، تر څو د مشرتابه رولونو ک ښځې پیاوړې کړي.
یادونه: د رالېږل شویو لیکنو د منځپانګو مسوولیت د لیکوالانو په غاړه دی.







