د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغان ښځې د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو سخت کړکېچ سره مخ دي

18 مارچ 2026
ملګري ملتونه: افغان ښځې د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو سخت کړکېچ سره مخ دي

Getty image

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN women) د پاکستان او طالبانو تر منځ وروستیو نښتو ته په غبرګون کې اعلان کړی، چې افغان ښځې د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی.

رخشانه: دې بنسټ پرون ناوخته (سه شنبې د کب ۲۶ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، ۲۰۲۶ میلادي کال د افغان ښځو او نجونو لپاره له همغه پیله یو خورا سخت کال وو.

په اعلامیه کې راغلي، په منځنۍ آسیا کې د جګړو اوږدېدو او له پاکستان سره د طالبانو جګړه، ډېری افغان ښځې له سختو رواني زیاتونو او نورو ستونزو سره مخ شوې دي.

دې بنسټ د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو ته په اشارې ویلي، د افغانستان ختیځ کې د جګړې اصلي بیه ښځې او ماشومان پرې کوي او د دې جګړو ډېری قربانیان ښځې او ماشوم دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما د راپور پر استناد ویلي، د افغانستان د ختیځ څلور ولسوالۍ، چې پاکستان سره پولې ته نېږدې دي له جګړې ډېرې زیان لیدلی، لږ تر لږه ۶۴ زره کسان د جګړو د زیاتېدو څخه اغېزمن شوي، چې تر نیمايي زیات یې ښځې او نجونې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن ویلي، د افغانستان په ختیځ کې ښځې په تېر یوه کال کې دوه او درې ځلې تښتې ته اړ شوې دي.

هغې زیاته کړې، چې ښځې د ځای پر ځای کېدو په لار کې له تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې وېرېږي او اساسي خدماتو او د مېشتېدو سرچینو ته د هغوی لاس رسي یو ځل بیا سخت ګډوډ شوی دی.

فرګوسن ویلي، مرستندویه ښځې د سخت فشار په لومړۍ لیکه کې دي، په داسې حال کې، چې خپل خوندیتوب ته اندېښمنې دي، خو بیا هم له نورو سره مرسته کوي.

نوموړې له ایران نه د ګډوالو راستنېدو ته په اشارې وايي، تمه کېږي، چې راتلونکې اوونۍ د راستنېدونکو ګډوالو په ځانګړې توګه ښخې، چې له خپلو ماشومانو سره په یوازې سر، هېواد ته راستنېږي زیاتوالی ومومي.

فرګوسن د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې د توشېح په اړه ویلي، دې سند د قانون پر وړاندې د ښځو او نارینه وو تر منځ برابري په رسمي ډول له منځه وړې، او د سزاو د ترسراوي لپاره د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته مشروعیت ورکوي.

هغې زیاته کړې، چې د دې سند له توشېح څخه په ژوره توګه اندېښمنه ده او له طالبانو غواړي، چې نړیوالو بشري حقونو ته ژمن پاتې شي او د افغان ښځو او نجونو له حقونو ساتنه وکړي.

فرګوسن د ملګرو ملتونو دفترونو او بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو مخنیوي ته په اشارې وايي، دا محدودیتونه باید لرې کړای شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

نوموړې وايي، د سازمان د ښځو څانګه په افغانستان کې د بشري اړتیاو د ځواب ویلو لپاره ۱۷.۵ میلیون ډالر مرسته په پام کې نیولي، چې دا مهال د ۲۰۲۶ کال لپاره په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د ۵۰ سلنه بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې ویلي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو په وړاندې د طالبانو پراخ محدودیتونه نه باید عادي کړای شي.

هغې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ د درېدو او ملاتړ غوښتنه کړې. هغه ښځې، چې د دې په وینا «د ټولو خنډونو او محدودیتونو سره سره یې له ځانه مېړانه او فوق العاده هوډ ښيي.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه