د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو له خپلواکۍ سرغړونې ۲۰ سلنه زیاتې شوې

18 مارچ 2026
د خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو له خپلواکۍ سرغړونې ۲۰ سلنه زیاتې شوې

انځور: AFP

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو له آزادۍ سرغړونې، تېر یوه کال کې ۲۰ سلنه زیاتې شوې دي.

رخشانه: دې مرکز نن (چهارشنبې د کب ۲۷ مه) د خبریالانو ملي ورځې سره سم په یوه راپور کې، په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د رسنیو د آزادۍ وضعیت ارزولی دی.
د خبریالانو د مرکز په راپور کې راغلي، طالبانو په تېر یوه کال کې پر رسنیو کنټرول زیات کړی او په هېواد کې د رسنیو ځپل او سانسور په بېمخینې توګه زیاتوالی موندلی دی.

د دې راپور پر اساس، په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۰۷ ځلې د رسنیو له آزادۍ سرغړونې او د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ثبت شوی، چې په کې د دوه خبریالانو وژل کېدل، د یوه خبریال ټپي کېدل، ۱۸۳ ځلې ګواښل، ۲۱ ځلې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول شامل دي.

د خبریالانو مرکز ویلي، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د رسنیو څخه د سرغړونو ۱۷۲ پېښې، له هغې جملې ۱۲۲ ځلې ګواښل او ۵۰ ځلې د خبریالانو نیول په هېواد کې ثبت شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ساه کښوو انځور خپرولو بندیز د دې لامل شوی، چې لږ تر لږه ۲۱ سیمه ییز تلوېزیونونه د دې ممنوعیت په دلیل ودرېږي او یا په راډیو بدل شي.

دې مرکز زیاته کړې، په تېر یوه کال کې، اته رسنۍ او خبري بنسټونه، د طالبانو د رسنیز سیاست د نه پلي کولو په تور اړ شوې، چې فعالیت ودروي او لږ تر لږه د ۱۰ رسنیزو بنسټونو جوازونه هم لغوه شوي دي.

د خبریالانو د مرکز په راپور کې راغلي، په تېر یوه کال کې، په رسنیو د طالبانو فشار د سانسور او ځپلو لامل شوی دی.

دې مرکز ویلي، د بندي خبریالانو څخه د جبري اعترافونو خپرول، په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو د ګډون مخنوی او د دوی غږونه سانسورول د وېرې او ځپلو پالیسۍ د ترویج او د سخت جنستي توپیر بېلګې دي، چې په هېواد کې یې مخنیه نه ده لیدل شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

د کار نړیوال سازمان: د افغانستان کاري ځواک کې د ښځو ګډون ۵.۱ سلنه راټیټ شوی

بنټ د کابل لودیځ کې په «شمع هدایت» ښوونځي د برید د عاملینو پلټنې او پېژندلو غوښتنه وکړه

د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو د رسمي او غیر رسمي جوړښتونو څخه په ګټې اخیستنې سره، دولتي او اړونده رسنۍ په تبلیغاتي او د پروپاګنډا په توکو بدلې کړې دي.

دې مرکز ویلي، د خپلواکو رسنیو په ځپلو او اطلاعاتو ته په لاسرسي د سختو محدودیتونو په لګولو سره، د «یو غږیزه» سیاست د پلي کولو او د خپلواکو رسنیو او خبریالانو د یو اړخیزه روایتونو او بدنامولو د ترویج په لټه کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د طالبانو له خوا د رسنیو آزادۍ د سختې ځپنې د پایلو په اړه خبردارۍ ورکړی او له دې ډلې یې غوښتي، چې د خبریالانو او رسنیو حقونو او آزادیو ته درناوی وکړي.

اړوندې لیکنې

سیما باهوس: له ټولنې د افغان ښځو ایستل نه باید عادي کړای شي
خبر

سیما باهوس: له ټولنې د افغان ښځو ایستل نه باید عادي کړای شي

17 اگست 2026
«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه
خبر

«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

17 اگست 2026
بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي
خبر

بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي

17 اگست 2026
د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه
خبر

د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه

17 اگست 2026
ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
خبر

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

17 اگست 2026
د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی
خبر

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

17 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه